د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ایران ته: اعتراض کوونکو وژل او د انټرنیټ پرې کیدل باید تکرار نشي


جمهور رئیس ټرمپ د ایران په هکله د شنبې په ورځ په فارسي ژبه ټویټونه کړي دي
جمهور رئیس ټرمپ د ایران په هکله د شنبې په ورځ په فارسي ژبه ټویټونه کړي دي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ایران کې د دغه هیواد د حکومت پر خلاف تازه اعتراضونو ته غبرګون ښودلی او په فارسي ژبه یې په دوو پرله پسې ټویټونو کې یو ځل بیا د ایران له خلکو خپل ملاتړ کړی دی.

جمهور رئیس ټرمپ د شنبې په ورځ ( مرغومی ۲۱مه) په فارسي " د ایران زړورو او کړیدلو خلکو ته په خطاب کې" د خپل ټویټر په پاڼه ولیکل " زه د جمهوري ریاست د خپلې دورې له پیل څخه ستاسو په څنګ کې ولاړ وم او زما دولت به له تاسو سره همد اسې ودریږي. زه ستاسو اعتراضونه له نږدې څارم. ستاسو زړورتیا هلیه بخښوونکې ده".

همداشان د امریکا د محتده ایالاتو جمهور رئیس ټرمپ د خپل ټویټر په پاڼه په یو بل ټویټ کې د ایران رژیم ته خبرداری ورکړی دی: " د ایران دولت باید د بشر ي حقونو ډلو ته د دې اجازه ورکړي، چې د روانو اعتراضونو له حقیقت څخه څارنه وکړي او په اړه یې راپور ورکړي. په کار نه دي، چې بیا د سوله ییزو اعتراض کوونکو د وژلو او د انټرنیټ د پرې کیدلو شاهد اوسو. نړۍ دا پیښې څاري".

د دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران له خوا د سپاه پاسداران د ځواکونو د توغندیو په برید کې د اوکراینۍ الوتکې د نسکوریدلو د اعتراف په اعتراض کې د اعتراض کوونکو یوې ویډیو د خپرولو په ترڅ کې د ایران له خلکو څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شنبې په ورځ ( مرغومی ۲۱ مه) د خپل ټویټر په پاڼه ولیکل " د ایران د خلکو غږ څرګند دی. هغوی د رژیم له درواغو، فساد، بې کاره توب او د خامنه يي غل سالار تر قومندې لاندې د سپاه د وحشتګرۍ څخه تنګ شوي دي".

ښاغلي پمپیو په ټینګارویلي " مونږ د ایران د خلکو په څنګ کې، چې د ښه راتلوونکي مستحق دي ولاړیو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې کومه ويډیو خپره کړې په کې ښکاري، چې په تهران کې اعتراض کوونکي شعار ورکوي " ماته فتنه اچوونکی مه وایه، ستمګره ته فتنه یي ".

د ایران د چارواکو له خوا د سپاه پاسدارانو د ځواکونو د توغندیو په برید کې د اوکراینۍ مسافر وړونکي الوتکې د نسکورولو د اعتراف وروسته، اعتراض کوونکي د ښار واټونو ته ووتل د امیر کبیر پوهنتون او د شریف پوهنتون په مخ کې يې د ایران د مذهبي مشر، سپاه پاسداران او د دغه هیواد د نورو چارواکو په خلاف شعارونه ورکړل.

XS
SM
MD
LG