د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نومبر۲۶) د فلورېډا په ایالت کې خبریالانو ته وویل چې فکر کوي پوتین غواړي د اوکراین جګړه ختمه شي.
ښاغلي ټرمپ ویل، "زه فکر کوم چې پوتین غواړي جګړه ختمه شي. زه په دې باور لرم چې هغه غواړي کار وویني. فکر کوم چې بل لوری [اوکراین] یې هم غواړي چې ختمه شي. زه تاسو ته دا ویلای شم، چې ناټو هم غواړي چې دا جګړه ختمه شي."
ولسمشر ټرمپ همدغه راز وویل په دې برخې کې یو تړون ته رسېدل غواړي، خو په خبره یې دا تړون دوه اړخونه لري او دواړه یې باید ومني.
هغه زیاته کړه، "تاسو باید په یو څه پوه شی: موږ یو توافق غواړو. موږ غواړو وژل بند شي... زه کولای شم چې راشم او ووایم، تاسو مې نه خوښېږی او بیا به هماغه ستونزه وي چې له زیلنسکي او پوتین سره یې لرو. په دغه جوړ جاړي کې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې تاسو داسې دوه مشران لری چې په رښتیا هم له یو بل څخه کرکه لري. "
ښاغلي ټرمپ تر دغه خبري کنفرانس مخکې د ناټو له عمومي منشي سره هم لیدلي وو. د دوی ګډه اعلامیه کې راغلي چې په غونډې کې د روسیې او اوکراین جګړې په اړه یې هم بحث کړی دی.
دواړو مشرانو په عمدي او غیر عمدي توګه د جګړې د سختولو لپاره د روسیې د هر ډول اقدام د نه کولو په اهمیت ټېنګار او د اوکراین او روسیې ترمنځ د شخړې د ختمولو لپاره یو تړون ته د رسېدو په ارزښت یې خبرې کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې تېره اونۍ یې د روسیې له مشر ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې ویلي، هیله لري چې روسیه په ټوله اروپا کې د خپلو سیمه ییزو پوځي یرغلونو کچه راکمه کړي؛ ځکه دا کار ښايي په اوکراین کې د جګړې د چټک حل لامل شي.
فورم \ دبحث خونه