د لاس رسي وړ اتصالات

دا اونۍ ولې امریکایان د ولسمشر د خبردارۍ پیغام اخلي؟


څه باندې ۲۲۰ میلیونه امریکایان به د چهارشنبې په ورځ په خپلو ټلیفونونو کې "د ولسمشر د خبردارۍ" پیغام واخلي.

په امریکا کې د بېړنیو چارو سره د مبارزې ادارهفیما وایي چې د واشنګټن په وخت د چهارشنبې په ورځ په دوه بجو او اتلسو دقیقو (۲:۱۸) به د امریکا شاوخوا ۲۲۰ میلیونه وګړي په خپلو ټیلفیونونو کې د خبردارۍ یو پیغام تر لاسه کړي.

فیما وایي سره له دې چې دغه پیغام "د جمهور رئیس" په نوم لیږل کیږي، د هغه د دفتر له خوا به نه وي. په ملي کچه د خبردارۍ دغه سیسټم به په راتلونکي کې د ولسمشر لخوا هغه مهال کارول کیږي چې کله کوم بهرنۍ هیواد په امریکا برید وکړي. همداراز دغه سیسټم به د سایبري جرمونو او طبیعي آفتونو په وخت کارول کیږي.

امریکایان د دغه ډول پیغامونو سره اشنا دي. دوي په خپلو موبایلونو کې تل د زلزلې، بارانونو، ماشومانو د ورکیدو او امنیتي ستونزو په اړه معلومات تر لاسه کوي خو د جمهور رئیس لخوا داسې یو پیغام به نوی وي. د بیړنیو حالاتو اداره وایي چې دا مهال ۲۲۵ میلیون تیلفونونو کې دغه پیغامونه لیږل کیږي چې ۷۵ سلنه یې موبایلونه دي.

د دغې ادارې مشر، ایروین ریدلینر وايي چې دا یو ډیر ښه کار دی او په دې توګه به رئیس جمهور وکولی شي چې خپلو هیوادوالو سره له نږدې په اړیکه کې اوسي. خو د همدغه سیسټم منتقدین وایي چې دغه کار د دوی شخصي حریم کې مداخله ده او تر دا مهاله د نیویارک په ښار کې درې کسانو د دغه سیسټم د عملي کیدو خلاف محکمې ته شکایت کړی.

د دغو شکایتونو په جواب کې د فیما اداره بیا وایي چې دغه کار به خامخا کیږي. دوي ډاډ ورکوي چې دغه سیسټم به په ښه توګه اداره کیږي او جمهور رئیس ټرمپ به دغه سیسټم د خپلو شخصي پیغامونو لپاره هیڅکله ونه کاروي. تر دې مخکې به امریکایانو د سړې جګړې پر مهال دغه رنګ پیغامونه تر لاسه کول.

XS
SM
MD
LG