د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هغه کسان مې په انحصار تورنوي چې ګټې یې په خطر کې دي


جمهور رئیس غني وایې چې د فساد په مخنیوي کې د اقداماتو پرمهال د ځینو کسانو لخوا په انحصار تورنیږي.
جمهور رئیس غني وایې چې د فساد په مخنیوي کې د اقداماتو پرمهال د ځینو کسانو لخوا په انحصار تورنیږي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې حکومت یې د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی.

د ښاغلي غني په وینا هغه د فساد په مخنیوي کې د اقداماتو پرمهال د ځینو کسانو لخوا په انحصار تورنیږي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ارګ لخوا خپره شوې پکې ددغو کسانو نومونه اخیستل شوي ندي خو د جمهور رئیس له خولې ویل شوي چې له فساد سره د مبارزې په لار کې "د اقداماتو پرمهال هغه افراد چې ګټې یې په خطر کې وي، ما د قدرت په انحصار تورنوي."

جمهور رئیس غني په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په ورته یوه غونډه کې چې د ځوانانو د نړیولې ورځې په مناسب جوړه شوې وه پر جمهور رئیس غني کلکې نیوکې وکړې.

ښاغلي عبدالله د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست ترمنځ د نه همغږۍ له امله د سختو ګیلو تر څنګ، د جمهور رئیس غني لخوا د ادارې اصلاحاتو کمېسیون لپاره د نوي رئیس پر ګمارنې سخته نیوکه وکړه.

جمهوري ریاست لدغو څرګندونو یوه ورځ وروسته په یوه اعلامیه کې د اجرائیه رئیس خبرې د "دولتدارۍ موازینو او روحیې سره مخالفې" وگڼلې.

د فساد پر ضد غږ پورته کړئ

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ ځوانانو له جمهور رئیس غني سره په غونډه کې غوښتنه کړې چې حکومت باید د سیاسي فشارونو لاندې رانشي.

جمهور رئیس غني ځوانان د هېواد لویه پانګه وبلل او او ډاډ یي څرګند کړی چې هیڅ عامل به د پرمختګ مانع ونه ګرځي.

ښاغلي غني د ادارو په ځوانېدو باور ښودلی او ادارې فساد یې د ځوانانو لوي دښمن یاد کړی دی. نوموړي له ځوانانو غوښتي چې د فساد پر وړاندې یو موټی او یو غږ شي.

XS
SM
MD
LG