د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د محلي دفاعي قوې د جوړولو پلان منظور کړ


د آمریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې جمهور ریْس کرزي د محلي دفاعي قوې د تشکیل پلان منلی دی. د کریشن ساینس مانیټور ورځپاڼه لیکي چې په کندهار کې خلګ د افغانستان د جګړې په باب مختلف نظریات لري.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه خپل د جولای د ۱۵ مې نېټې په ګڼه کې د افغان او آمریکايي چارواکو له قوله لیکي چې جمهور ریْس حامد کرزي د ښاغلي اوباما د حکومت د جګړې تګلارې ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د آمریکا هغه پلان منظور کړی دی چې غواړي محلي دفاعي قواووې رامنځ ته کړي تر څو د طالبانو پرضد په خلګو کې مخالفت پیدا کړي.

ورځپاڼه لیکي چې ددغه پلان په ترڅ کې به په ټول افغانستان کې د ۱۰ زرو شاوخوا محلي پولیس تشکیل شي چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې به فعالیت کوي او ددغه وزارت د خوا به ورته معاش ورکول کېږي.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي چې وايي جمهور ریْس کرزي د یو داسي پلان سره چې په ترڅ کې به یې دغه قواووې د حکومت د مستقیم کنټرول لاندي نه وي، مخالفت څرګند کړ.

ورځپاڼه لیکي چې ټاکل شوې چې په افغانستان کې به د آمریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان د جمهور ریْس کرزي سره راتلونکې اونۍ د محلي دفاعي قواوو پر پلان او ابتکار باندي خبري وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د جمهور ریْس کرزي موافقه، د جنرال پیټریس دپاره چې تیره اونۍ یې د افغانستان د ماموریت قومانده په لاس کې واخیستله، یو اساسي هدف و.

ورځپاڼه لیکي چې د یادشوي پلان پر سر په پیل کې د جنرال پیټریس او حامد کرزي ترمنځ اختلافات موجود وو او ښاغلي کرزي د دغه پلان سره د جنرال مکریستل په وخت کې لا مخالفت ښودلی و.

ورځپاڼه لیکي چې کرزي او ځیني امنیتي وزیرانو یې داسي اندېښې څرګندې کړې چې دغه کلیوال خلګ چې د حکومت د خوا مسله کېږي، دا به تاریخ بیا تکرار کړي او د ۹۰ مې کلیزې په شان به کله چې روسان د افغانستان څخه ووتل، د سیالو مسلح ډلو ترمنځ جګړې ونښلي.

ورځپاڼه د پنتاګون د ویاند ګویف مورل له قوله لیکي چې دا پلان یو موقت حل دی او هغه خلا ډکه کوي چې د کافي افغان ملي پولیسو د نه شتون له کبله رامنځ ته شوې ده. په داسي حال کې چې د ملي پولیسو د روزنې او وسعت هلې ځلې به جریان لري، دغه محلي دفاعي قوې به په بیلابیلو سیمو کې امنیت تامینوي.

ورځپاڼه لیکي چې ددغه پلان مسله په داسي حال کې راپورته کېږي چې د افغانستان او پاکستان دپاره د آمریکا خاص اساځیْ ریچارد هولبروک د آمریکا په کانګرس کې د دواړو، دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو سناتورانو د انتقادونو سره مخامخ شو.

ورځپاڼه لیکي چې یادشویو سناتورانو د یوې استماعیه غونډې په ترڅ کې دا اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې د جمهور ریْس اوباما تګلاره سمه بیان شوې نه ده او اهداف په ډاګه شوي دي ترڅو اکثر آمریکایان پرې پوه شي.

ورځپاڼه د آمریکا د مشرانو د جرګې د خارجه چارو د جرګه ګۍ د ریْس سناتور جان کیري له قوله لیکي چې د هولبروک د استماعیه غونډې پر مهال یې هغه ته وویل چې زیات شمیر خلګ دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا په افغانستان کې مونږ سمه تګلاره لرو کنه؟

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا په سنا کې یوه لوړ پوړي جمهوري غوښتونکي دا اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې دواړه ملکي او نظامي اړخونه تر دغه دمه په دغه ملک کې د بریالیتوب د معیار د یوه واضیح تعریف پرته پرمخ روان دي.

ورځپاڼه د بل جمهوري غوښتونکي سناتور باب کارکړ له قوله لیکي چې وايي هولبروک د یوه ساعت استماعیه غونډې په ترڅ کې دا و نه ویل چې په افغانستان کې پرمختګ پر کوم اساس ارزیابي کېږي. تر دغه دمه زه په دې نه پوهېږم چې د ملکي اړخه زمونږ اهداف په افغانستان کې څه دي. سناتور باب کارکړ وايي چې دا د وخت ضیاع ده.

ورځپاڼه د بل دیموکرات سناتور له قوله لیکي چې په آمریکا کې زیات شمیر خلګ د افغانستان د جګړې په باب مغشوش دي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي هولبروک هڅه وکړه چې د ملکي پالیسۍ بیلابیل اړخونه بیان کړي. په دغه لړ کې هغه زیاته کړه چې مونږ په افغانستان کې د ښه حکومتدارۍ د رامنځ ته کولو او زراعتي پرمختیا پر چارو باندي تمرکز کوو او زمونږ عمومي هدف دا دی چې افغانستان په دې قادر کړو چې طالبانو او القاعدې ته په خپل ماته ورکړي. جمهور ریْس د ملکي او نظامي ډلو ه نه د همدغه هدف د ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې په تیرو څو اونیو کې د جمهور ریْس اوباما د جګړې پر هغې پالیسۍ باندي چې د ډیسمبر په میاشت کې اعلان شوه، انتقادونه په داسي حال کې مخ پر زیاتیدو دي چې په افغانستان کې تلفات زیات شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې تیره میاشت، د افغانستان د جګړې مودې د ویټنام د جګړې د مودې سره چې د آمریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، سمون وخوړ. د افغانستان د وضعیت په باب بیلابیل ریپوټونه دي، ځیني یې دا وايي چې په افغانستان کې اداري فساد ډیر شوی دی او ځیني نور یې بیا دا وايي چې پوځ په نظامي عملیاتو کې کم پرمختګ کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د جګړې لګښت ته په کتو سره په آمریکا کې د عامه خلګو صبر او حوصله ختمه شوې ده او د هغوی دا بې حوصله توب د کانګرس په غوښتنه کې انعکاس کوي چې غواړي د افغانستان د ماموریت نتایج معلوم شي.

ورځپاڼه لیکي چې د کانګرس زیات شمیر جمهوري غوښتونکي غړي د جمهور ریْس اوباما د خوا ټاکل شوی مهلت غندي. جمهور ریْس اوباما ویلي چې وضعیت ته په کتو سره د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې به د افغانستان څخه د آمریکايي قواوو د راوتلو لړۍ پیل شي. جمهوري غوښتونکي وايي چې دغه نېټه د دښمن سره مرسته کوي. په عین حال کې ورځپاڼه زیاتوي چې په کانګرس کې ځیني دیموکراتان په دې نظر دي چې اوس د دې وخت راغلی چې آمریکایان بیرته راستانه شي.

ورځپاڼه لیکي چې یو بل روښانه ټکی په کابل کې د راروانې اونۍ نړیوال کنفرانس دی چې د نورو ملکونو د استاځو ترڅنګ به په کې د آمریکا د باندنیو چارو وزیره هم ګډون وکړي. په دغه نړیوال کنفرانس کې به د بیلابیلو ملکونو اساځي سره راغونډ شي او جمهور ریْس کرزی به د هغه پروګرام په باب نور جزیات خپاره کړي چې غواړي د کښتې سطحې طالبان چې د جګړې نه لاس اخلي ، ټولنې ته راوبلي. دغه راز د اداري فساد پرضد به هم جمهور ریْس کرزی د خپل حکومت پر نوښتونو باندي خبري وکړي.

د بلي خوا د کریشن ساینس مانیټور ورځپاڼې خپل د جولای د ۱۴ مې نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې د سې شنبې د ورځې د انتحاري حمله نه مخکي لا چې په کې ۳ آریکا عسکر او پنځه ملکي افغانان ووژل شول، د کندهار خلګ په دې باور وو چې جګړه پر سمه نه ده روانه.

ورځپاڼه لیکي چې د میرویس روغتون ډاکټرانو تیره اونۍ ویلي دي چې په دې ورستیو میاشتو کې پر دوی باندي د زخمیانو او وژل شویو کسانو بد حال دی. پر جراحینو باندي فشار دی چې ۲۴ ساعته کار وکړي. دا په داسي حال کې ده چې د آمریکا په مشري د قواوو د زیاتوالي هدف دا دی چې په افغانستان کې امنیت ښه سي او د افغانانو دپاره د ژوند چارې ښه شي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په جنوب کې چیري چې زیات شمیر آمریکايي قواووې ځای پر ځای دي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸ آمریکايي عسکر وژل شوي دي. ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په جنوب کې د ناټو قواوو او افغان ملي امنیتي قواووې د طالبانو سره په سختو جګړو کې راښکیلې دي خو تر ددغو هلو ځلو نتایج د افغانانو په وړاندې دومره د پام وړ نه دي.

ورځپاڼه د بزګر حکمت الله له قوله چې په روغتون کې بستر دی لیکي چې مونږ اوس د پخوا په پرتله په سختو او خطرناکو شرایطو کې ژوند کوو. حکمت الله هغه وخت ټپي شو چې د آمریکا او افغان قواوو مشترکه ګزمه د طالبانو سره په جګړه کې راښکیله شوه.

XS
SM
MD
LG