د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ناټو ته د افغانانو حوصله په کمېدو ده


رپوټ: ناټو ته د افغانانو حوصله په کمېدو ده
رپوټ: ناټو ته د افغانانو حوصله په کمېدو ده

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس د ډېب رېچمن له قوله لېکی چې خارجېان د جگړی له امله اندېښمن، ستړي اوبېزاره دي او افغانان دناټو په مقابل کې خپل صبر اوحوصله له لاسه ورکوی.

اسوشېتېد پرېس لېکی چې دناټو قواوی به په افغانستان کې لږ تر لږه د راتلونکېو څلورو کلونو لپاره پاتی وي. خو ددی نښی نښانی مخ په زېاتېدو دي چی په دغه هېواد کې د غرب لپاره د هرکلی وېلو موده نوره زړه شوېده.

دا جگړه په لسم کال کې روانه ده. دخارجېانو ستړېا اوبېزاری دافغانانو په منځ کې څرگنده ده؛ په داسی حال کې چې امرېکا اونور نړېوال شرېکباڼی ېې کو شش کوی چی په خپلو هېوادونو کې د جگړې ددوام لپاره ملاتړ تقوېه کړي.

ډېب رېچمن وايی چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما او نورو غربی مشرانو په تېره اونۍ کې، د پورتگال په لېزبن کې، هغه پلانونه منظؤر کړل چې وایی افغانان به په راتلونکېو څلوروکلونوکې ېعنی له اوس نه تر ٢٠١۴ م کال پورې د طالبانو خلاف جگړو او امنېت ساتلوکې خپله دمسوولېت چاری پرمخ بوزي.

داسوشېتېد پرېس خبری اژانس لېکی هغه دلاېل چی افغانان هم ددی جگړی سره بې حوصلی شوېدی، زښت ډیرد ی.

د ېاغېانو خلاف پرمختگ په برخه کې متضاد نظرېات ورکول کېېږي. هغه تاکتېکونه چې دشپې له خوانه دناڅاپې برېدونو لپاره استعمالېږی چې ېاغېان ېا ونېول شی اوېا ووژل شی؛ هغه په ټولنه کې دکرکی سبب کېږی.

دغه ټولنه له څو پېړېوراهېسی، دخارجېانو د تسلط په مقابل کې دمقاومت دود او عنعنه لري.

بده خبره داده چې افغانان د ملکېانو دمگر ژوبلی پړه د اېتلاف پر قواو ور اچوی. که څه هم ملکېان د طالبانو په عملېاتو کې ډېر وژل کېږي. پردې سر بېژه د غرب دخالت او موجودېت زېات شوېدی.

سږکال چې دامرېکا دېرش زره نور عسکر دغه هېواد ته ولاړل، دخارجېانو حضورېې نور هم څرگند اوبرالا کړ. خو دافغانانو احساساتو ته پاملرنه ونشوه چې وايی دې ټولو عسکرو او په بېلونو ډالرو مرستو دهغوی په ژوند کې د ېادونی وړ پرمختگ ندی راوستی.

اسوشتېد پرېس په پای کې د ٣٩کلن، سېال خان فراهی له قوله لېکی چې دی فکر نه کوی چې ناټو ښه کارونه کړی وي. هغوی دلته په بېلونو ډالره مصرفوی خو زه د پرمختگ اوسوکالی نښی نښانی نه وېنم او ېاداسی نور څه چې هغه د خلکو ژوند په مثبته توگه بدلولی شی.

هغه زېاتوي چې امرېکا ځان ته سوپر پاور ېا غټ قدرت وايی خو ېاغېان نشی کنترولولی نو پکارده چې هغوی له دې ځای نه ولاړ شی.

XS
SM
MD
LG