د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ

د مې درییمه د مطبوعاتو د آزدۍ له ورځې سره برابره ده، دغه ورځ د نړۍ په ټولو هیوادونو کې لمانځل کیږي. په افغانستان کې دا ورځ پداسې حال کې لمانځل کیږي چې اوس هم خبریالان له سختو ګواښونو سره مخامخ دي. سږکال د بې پولې خبریالانو د ټولنې له خوا د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ په هکله په درجه بندۍ کې افغانستان د ۳۷،۴۴ امتیازونو په درلودو سره یوسل او شلم ځای خپل کړي دي.

نور څرگند کړۍ

لطف الله نجفي زاده، د طلوع نیوز د خبرونو د څانګې مشر ته د بې پولې خبریالانو د ټولنې له خوا د اطلاع رسولو د اتلولي جایزه ورکړل شوه. د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې طلوع تلویزیون د طالبانو د سختو ګواښونو سربیره بیا هم د بیان آزادۍ ته کلک ژمن پاتي شوی دی.
۱

د پاریس ښاروال افغان خبریال، لطف الله نجفي زاده ته د معلوماتو د رسولو د اتلولۍ مډال د ورکولو په حال کې. د بې پولیو خبریالانو ټولنه وايي دا مډال هغو خبریالانو ته ورکول کیږي، چې په سختو شرایطو کې خپلو خلکو او نړۍ ته معلومات خپروي او د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته کار کوي.
۲

د کابورا پرودکشن او طلوع تلویزیون د اوه تنو کارکونکو انځورنه چې تیر کال د طالبانو په یوه برید کې و وژل شول.
۳

خلک د افغان خبریال سردار احمد د تابوت د وړلو په حال کې چې د کابل سرینا په رستورانت کې له خپلې میرمنې او دوه ماشومانو سره و وژل شول. د مطبوعاتو د آزادۍ په ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني وویل چې په تېرو ۱۴ کلونو کې ۶۲ کورني او بهرني خبریالان په دې هیواد کې وژل شوي دي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د (رسنیو د شهیدانو) په نوم یو کتاب هم چاپ کړی دی.
۴

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG