د لاس رسي وړ اتصالات

د مطبوعاتو د آزادې د ورځې په هکله د امریکا غږ د رئیسې پیغام


د امریکا غږ رئیسه امندا بنیت
د امریکا غږ رئیسه امندا بنیت

د امریکا غږ رئیسې امندا بنیت، د مۍ د درېیمې د مطبوعاتو د آزادۍ د ورځې په ویاړ ویلي چې د امریکا غږ په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو آزادۍ ته ژمنه ده.

میرمن بنیت زیاته کړې: "د امریکا غږ یو شمیر ژورنالستان په هغو هیوادونو کې په دندو بوخت دي چې د بیان د آزادۍ او ژورنالیزم مخنیوی کوي."

د امریکا غږ رئیسه وايي چې پدغو هیوادونو کې سیمه ییز خبریالان او خبري رسنۍ اکثر وخت د ګواښونو او نورو عواقبو سره سره په بریالیتوب سره خبرونه او حیاتي معلومات خپاره کړي دي.

هغې لیکلي: "کیدای شي ژورنالست له منځه یوسو خو حقیقت نه".

میرمن بنیت ویلي دي: "نن د هغو ژورنالستانو یادونه کوو چې خلکو ته د حقایقو د رسولو او حساب کتاب ته د مشرانو، حکومتونو او مقاماتو اړ کولو لپاره څه چې هغوی وایي او ترسره کوي، خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی."

هغې زیاته کړې چې نن او هره ورځ هغو ژورنالستانو ته چې ژوند یې له لاسه ورکړی، بندیان شوي او بې درګه شوي درناوی کوو.

میرمن بنیت وایي ژورنالستانو ته چې په ټوله نړۍ کې په پوره امانت دارۍ سره ارزښتناک او د باور وړ معلومات او خبر برابروي هم درناوی کوو.

د امریکا غږ د شاوخوا ۸۰ کالو راهیسې هغو هیوادونو ته چې د مطبوعاتو له آزادۍ نه برخمن ندي د یوې آزادې رسنۍ په توګه رول لوبولی دی.

د امریکا غږ رئیسې ویلي دي چې د مطبوعاتو د آزادۍ پدې ورځ د امریکا غږ د خبریالانو چې د ژورنالیزم په لار کې یې ژوند بایللی، زنداني شوي او یا ورک شوي دي، یادونه کوو.

هغې ټینګار کړی دی چې د مطبوعاتو آزادي مهمه ده.

XS
SM
MD
LG