د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي پر بهرنیو مرستو انتقاد کړی


کرزي پر بهرنیو مرستو انتقاد کړی
کرزي پر بهرنیو مرستو انتقاد کړی

بوستون دات کام د فبروری د ٢٦ نیټې په گڼه کې لیکي چې کرزي د یکشنبې په ورځ وویل دا چې بین المللی مرستې د افغانستان د حکومت له لورې نه لگول کیږي دا پخپله ددې حکومت په اغیزمن توب ناوړه اغیزه کوي او په دې ملک کې د ولایتی بیارغونې ټیمونه دده د اندیښنې یوه مهمه موضوع ده. بوستون دات کام لیکي چې ده همدارنگه د فساد د ورکولو ژمنه یو ځل بیا تکرارکړه او دا هغه مهمه ستونزه وبلله چې بین المللی موسسات نه غواړي د حکومت سره یوځای کار وکړي.

انترنټ پاڼه لیکي چې کرزي د امنیت په کانفرانس کې چې په میونیخ کې جوړ شوی دی د خپل دې هوډ او ارادې څرگندونه وکړه چې د انتقالی مرحله نوښت چې په ٢٠١۴ کال کې پشپړیږي، په خپل لاس واخلي. ده وویل چې ددې انتقال پیل د افغانستان د نوی کال یعنی ٢١ د مارچ نه کیږي. خو تفصیل یې ورنه کړ.

بوستون ډات کام لیکي چې کرزي وویل په افغانستان کې بیروکراسی داسې خصوصیت لري چې د څو مختلفو برخو نه جوړه ده ځکه زمونږ شریکان هریو یې د حکومت چلولو ځانگړي تگ لاره لري. ده زیاته کړه چې ملکی خدمات په ملک کې باید اغیزمن، عصری او غیرسیاسی عرضه شي.

انترنټ پاڼه لیکي چې دپالیسۍ دغه بدلون ددې ایجاب کوي چې په متوازي سازمانونو باندې چې حکومت له نظره غورځوي باید خپله اتکا کمه کړو. ده په دې متوازی سازمانونو کې خصوصي امنیتي کمپنۍ، ولایتي بیارغونې ټیمونه چې د ناتو برخه ده چې ولایتونو سره نیغ په نیغه مرسته کوي، یاد کړل.

بوستون ډات کام د کرزي له خولی لیکي چې دغه ډول چلند ددې سبب کیږي چې مطلوب نتایج لاس ته رانه شي بلکه ددې باعث کیږي چې افغان حکومت همداسې بې وسې پاتی شي، حکومتي موسسات غښتلي نه شي او د ښه حکومت په رامنځ ته کیدلو کې خنډونه پیدا شي. ښاغلي کرزي وویل چې هرڅومره چې افغانستان ٢٠١۴ کال ته نژدې کیږي هغومره باید هلې ځلې وشی چې افغانستان په خپله مسئولیت ومني او حکومت دې ته چمتو شی چې خدمات عرضه کړل شي.

بوستون داټ کام لیکي چې کرزی له دې نه شاکی دی چې بسپنې ورکونکي هیوادونه د افغانستان حکومت په فساد تورنوي او خپلې مرستې د بین المللی سازمانانو یا افرادو او قراردادیانو له لارې ورکوي. ښه مثال یې ولایتي بیا رغونې ټیمونه دي چې څاگانې کیښني او سړکونه جوړوی او په دې خوښ دي چې پیسې د حکومت له فلترونو نه وځي.

د ډات کام په خبره کرزي ویلي دي چې سږکال کوښښ یې دادی چې د فساد هغه عوامل تربرید لاندې ونیسي او دا کار د ښو قوانینواو ضوابطواو مقررو په جوړولو او د ځمکې د تنظیم د پروگرامونو له لارې سرته ورسوي.

بوستون ډات کام لیکي چې په مقابل کې د ناتو جگپوړی چارواکي دا ا حساس چې گواکی د افغانستان د حکومت سره په ټکر کې دی رد کړ او وی ویل چې ناتو هم غواړي دغه مامول ته چې په حقیقت کې یو پرمختگ دی، گام په گام ورنژدې شي.

بوستون داټ کام په یوه بله مقاله کې لیکي چې ډیرمشهورډموکرات سناتورجان کیری چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشردی پروسږکال د بوستون د پوهنتون یو ډیرنامتو استاد اندریو باسویچ نه چې د افغانستان په هکله د امریکا د ستراتیژی سخت مخالف دی دا غوښتنه وکړه چې د افغانستان په هکله ده ته خپل نظر وړاندې کړي. باسویچ جان کی ری ته وویل چې د افغانستان ددوو لسیزو جگړه اوس یو بل ویتنام گرځي. جان کیری چې په خپله د ویتنام د جگړې یو پخوانی افسر هم دی دغه موضوع ونه منله. خو سره ددې هم دا چې جان کیری غوښتل ددغه استاد نظر ځان ته معلوم کړي پخپله ددې خبرې ښکارندوی ده چې دی دافغانستان دجگړې په هکله راضی نه دی.

بوستون دات کام لیکي چې جان کیری یو وخت کې د اوباما د ادارې ددې نظر ډیرکلک ملاتړی ؤ چې افغانستان ته اضافي عسکر واستول شي. خو اوس په دې نظر دی چې دافغانستان په هلکه دامریکا په ستراتیژی کې باید بدلون رامنځ ته شي او په دغه هیواد کې باید د امریکا د پوځونو رول کم شی. ده ویلي دي: "هغه څه چې زه یې نه غواړم هغه دا پالیسي ده چې څرنگه چې مونږ هلته یو نو باید پاتې شو. ځکه نو په صورت کې وضعه د ویتنام په بڼه واوړي او زه غواړم داسې وضعه رامنځته نه شي. "

انترنت پاڼه لیکي چې کی ری غواړي په راتلونکو څو هفتو کې دې موضوع ته پاملرنه وکړي چې پوځي متخصصینو سره سلا مشورې وکړي او هغه لاس ته رواړنې چې په دې څو میاشتو کې لاس ته راغلي ارزونه وکړي اوبیا په یوه بسیا افغانستان کې دغه لاس ته راوړنې دایمي کړي.

XS
SM
MD
LG