د لاس رسي وړ اتصالات

مکین: اوباما باید د افغانستان نه په وتلو بیا غور وکړي


مکین: اوباما باید د افغانستان نه په وتلو بیا غور وکړي
مکین: اوباما باید د افغانستان نه په وتلو بیا غور وکړي

د برتانیی د ډیلي ټیلیگراف ورځپاڼه لیکی چی سناتور جان مکین له جمهوررئیس براک اوباما نه غواړي چی له افغانستان نه په وتلو باندی بیا له سره غور وکړي.

ډیلی ټیلیگراف لیکی چی سناتور جان مکین پر جمهوررئیس اوباما غږ کړیدی چی خپل هغه پلان توضیح کړی چی وایی په راتلونکی یوکال کی به له افغانستان څخه دامریکا عسکر وباسی.

سناتور جان مکین د جمهوری گوند له خوانه د جمهوری ریاست لپاره کاندید و. هغه وویل چی له افغانستان څخه دوتلو لپاره دمهال ویش ټاکل به د طالبانو ماتول نور هم سخت کاندی. هغه وویل پکارده چی جمهوررئیس اوباما داخبره تصدیق کړی چی له افغانستان څخه دعسکرو وتل په شرایطؤ پوری اړه لري.

سناتور جان مکین د بی بی سی د نیوز نایټ له پروگرام سره په مرکه کی وویل چی جنگونه په دی نه گټل کیږي چی ته دښمن ته ووایی چی ته کوم وخت ترینه ځی.

٧٣کلن سناتور جان مکین وویل چی داخبره هرچاته روښانه ده چی که دا وباما له خوا نه په ټاکل شوی مهال ویش باندی عمل وشی نو، موږ د یاغیانو ضد په دغو عملیاتوکی په کافی اندازه بریالي کیدلی نشو.

هغه په دی ټینگار وکړ چی یوه نظامی شخص هم جمهوررئیس ته دا مشوره نده ورکړی چی په داسی نیټه باندی عسکر راوباسی. دا فیصله دلته په سیاسی ماحول باندی بنا وه.

سناتور جان مکین په پای کی وویل چی ددی په نسبت چی له افغانستان څخه دوتلو لپاره یو ټاکلی مهال ویش اعلان شی پکارده چی جمهوررئیس ووایی چی له افغانستان څخه د عسکرو، ایستل په شرایطؤ پوری اړه لري.

ډیلی ټیلیگراف لیکی چی له سناتورمکین نه دهغی پیښی په باب پوښتنه وشوه چی یوه افغان عسکر دری برتانویان ووژل.

سناتور مکین وویل له افغانانو سره گډ کار کول د بغاوت ضد ستراتیژۍ یو ډیر مهم او نه بیلیدونکی جز دی.

ډیلی ټیلیگراف لیکی چی سناتور مکین هم ډیرتازه دافغانستان له سفر څخه راستون شویدی. هغه دامریکا دواړه جنگونه هم په عراق او هم په افغانستان کی تائید کړیدی.

جان مکین د ویتنام د جگړی پروخت دامریکا د سمندری قواو په څانگه کی خدمت کاوه. دهغه الوتکه دهانوی په سر راوغورزول شوه او دی پخپله، شپږ کاله د جگړی بندی و.

واشنگټن پوسټ: یو امریکایی سناتور غواړي افغان طالبان د ترهگرو په لسټ کی شامل شي

دواشنگټن پوست ورځپاْڼه لیکی چی د امریکا سناتور کارل لیوین دامریکا خارجه وزارت دیته هڅوی چی افغان طآلبان دترهگرانو په ډلوکی شامل کړی.

ورځپاڼه لیکی چی سناتور لیوین دامریکا د سنا غړي دسه شنبی په ورځ دامریکا دخارجه وزار ت نه پوښتنه وکړله چی ولی یی دطالبانو دوه قوی ډلی چی په افغانستان کی د امریکا له قواوسره جگړه کوی د ترهگرانو په ډلو کی ندی شامل کړی.

هغه دامریکا پر خارجه وزیری هیلری روډام کلنټن باندی غږ وکړ چی داکار وکړی.

ورځپاڼه زیاتوی چی د طآلبانو دوه ډلی – دکویټی شوری او د حقانی ډله - چی د پاکستان په خاوره کی دي هغه هم د امریکا د خارجه وزارت په لیست کی نشته دی. دامریکا د خارجه وزارت مقتضیات چی په لیست کی یی واچوی دادی چی یوه خارجی ډله په تروریستی کارونوکی لتاړه وی اودامریکا امنیت ته گواښ وگڼل شی.

د خارجه وزارت دترهگرانو په لیست کی دکومی ډلی، له شاملولوسره، هغه دارايي چی په دی ډلی پوری تړلی ده، کنگل کیږی او نورو بندیزونه هم پری لگیږي.

سناتور لیوین چی دافغانستان او پاکستان له سفرنه تازه راستون شویدی په یوه خبری کنفرانس کی یی وویل چی د خارجه وزارت د ترهگرانوپه لیست کی ددغو ډلو اچول امریکا ته اجازه ورکوی چی د پاکستان پر پوځ فشار زیات کاندی چی د دغو ډلو خلاف په ټینگه اقدامات وکړی.

همدغه راز پوښتنی وروسته له هغه نه هم راپیدا شویدي چی د می په میاشت کی د نیویارک د ټایمز سکویر د بم چونی ناکامه پیښه وشوه.

هغه وخت دامریکا استخباراتوویلی وو چی دا بم چونه د پاکستانی طالبانو له خوانه چی یوه جلا ډله ده تمویل شوی وه.

په هغه وخت کی یو څو سناتورانو هیلری کلنټن ته ولیکل چی پاکستانی طآلبان چی په پاکستان کی د ډیرو حملومسوولیت لری ولی دترهگرانو په لیست کی ندي شامل شوی.

د امریکا د خارجه وزارت له خوانه د جون په اخرو شپو ورځوکی وویل شول چی دانیت لری چی دا ډله دترهگرانوپه لیست کی واچول شي.

واشنگټن پوست لیکی چی سناتور لیوین وویل پکارده چی داکار پخوا شوی وای. ریښتیا خبره داده چی کله موږ خبرشولو نو اریان شولو چی طالبان په هغه لیست کی نشته دی چی القاعده، حماس او حزب الله او یوڅه د لاتینی امریکی او اسیا نور نومورکی ډلی پکی شته دی. سناتور کارل لیوین او جک ریډ ددوشنبی په ورځ د افغانستان له سفر نه راستانه شول. هغوی وویل چی په افغانستان کی یی د پرمختگ یوڅه نښی لیدلی دي.

په دی لړکی دافغانستان د پوځ لپاره دعسکرو جلبول او روزل گړندی شویدی. واشنگټن پوست لیکی چی دا دواړه سناتوران دامریکا د سنا د وسله والو خدماتود جرگه گۍ غړي دي.

هغوی وویل چی دوی پرکندهار باندی د راتلونکی تهاجمی حملی لپاره په پلانونو کی د بدلون د لیدلو په واسطه ډیر امیدوار شول.

په دغه تهاجمی حمله کی به افغان عسکر دعملیاتو په یوه برخه کی په اول صف کی وي. سناتور لیوین په دی ټینگار وکړچی افغانانو ته ډیر مسوولیت ور ورسپارل شی.

XS
SM
MD
LG