د لاس رسي وړ اتصالات

مکلاچي: د افغانستان انتخاباتو ته جنگسالاران او قاتلان بیا کاندید دي


د مکلاچي ورځپاڼه ليکي چی د ډیرو افغانانو او د بشری حقوقو د موسساتو لپاره یو شمیر کسان د معافیت لوړه درجه لري. علت یې بد حکومت او پراخه اداري فساد دی چی د طالبانو د بغاوت اور ته د سون مواد برابروي.

ورځپاڼه د یوه افغان له قوله لیکي چې که عادي افغانانو قدرت لرلی نو یوه جنگسالار ته به یې هم رایې نه وای ورکړي. هغه وايي چې حکومت له پاسه نه نیولی تر لاندې چوکیو پورې له خاینانو نه ډک دی.

رپوټ وايي چې په افغانستان کې ډیر بدنام اشخاص هم له انتخاباتو نه ندي ایسار شوي. وروسته له هغه نه چې تیرکال د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتوکی زښته ډیره ټگی برگی وشوه، د یو شمیر ماهرانو په نظر په دې مسله ټینگار کوي چې په افغانستان کې د کاندیدانو د اهلیت د تشخیص په بهیر کې څومره نواقص موجود دي. ورځپاڼه لیکي چې د ټولو کاندیدانو شمیر ٢٥١٣ ته رسیږي.

د مکلاچی ورځپاڼه په افغانستان کی دازادو او عادلانه انتخاباتو د موسسی له مشر احمد نادر نادری له قوله لیکي چې هغه وايي دی په دې برخه کې ژوره اندیښنه لري په کومه ط‏ریقه چې د کاندیدانو د شخصیت او اهلیت په باب فیصله کیږي.

د ملگر و ملتونو له خوانه دافغانستان لپاره خاص استاځی ستیفن دی مستورا هم په دی نظآمی باندی باور نلری.

هغه وايی چی د اهلیت د تثبیت بهیر مطلوب نتایج ندی ورکړی.

مکلاچی د ورځپاڼه لیکی چی په ٢٠٠٥ میلادی کال کی چی اولسی جرگی ته کوم کسان انتخاب شوی وو په هغی جمله کی ۴٠ فیصده بیا تصدیق شویدی.

یو کاندید نا اهله تثبیت شویدی او ١٥ کسان تقاعد کیږی او لس تنه دوظیفی په دوران کی مړه شویدی. خوسره له دی هم د ٢٠٠٥ م کال په گټونکیو کی ۴٠ فیصده هغه قوماندانان وو چی له وسله والو ډلو سره تړاو لری او ٢۴ تنه له جنايي ډلو سره تړاو لری.

١٧ تنه پکی دمخدره موادو قاچاقبران وو او په ١٩ کسانو باندی د جنگی جنایاتو تورونه لگیدلی وو او له بشری حقوقو نه د سرغړونو جدی ادعاگانی پری شوی وی. دارپوټ دافغانستان د څیړنو او ارزونی د څانگی له خوانه خپور شویدی . دامرکز مستقل دی.

دمکلاچی ورځپاڼه لیکی چی یو بل مایوسوونکی تحلیل دافغانستان د بشری حقوقو مستقل کمیسیون خپور کړیدی.

هغوی په خپل رپوټ کی وايی چی په سلوکی اتیا کسان په ولایتی شوری گانوکی او په سلوکی ٦٠ کسان چی په کابل کی انتخاب شویدی هغوی له وسله والو ډلو سره تړاو لری.

د بشری حقوقو د څارنی رپوټ چی په ٢٠٠٥ م کال کی خپور شویدی او د ١٩٩٢ او ١٩٩٣ دکابل د جنگونو په باب لیکل شویدی خبرداری ورکوی چی یوغټ خطر چی دافغانستان، سیاسی ثبات ته متوجه دی هغه دهغو کسانو له خوانه دی چی د بشری حقوقو نه یی سختی سرغړونی کړیدی.

په دغه رپوټ کی دافغانستان اوسنی غټ سیاسی مشران په گوته شویدی.

د مکلاچی ورځپاڼه لیکی چی په افغانستان کی د اوږدی مودی سیاسی ثبات منځته راوستلو لپاره پکارده چی حکومت بالاخره دغو ا ندیښنو ته ځواب ووايی.

خو سره له دې هم د پخوانیو گوریلايی ډلو مشران اوقوماندانان چی دامریکا د پخوانی جمهوررئیس جورج بش په زمانه کی بیاله سره ددی لپاره تقویه شول او په ملیونو ډالره ورکړل شول چی د طالبانو او القاعده په سقوط کی ورسره په ٢٠٠١ م کی مرسته وکړي، نه له جنايي تورونو سره مخ شویدي او نه د کوم کمیسیون له خوانه دهغوی په باب تحقیق شویدی.

ورځپاڼه لیکی چی دامریکا له خوانه د حقایقو د معلومولو د یوه کمیسیون لپاره زور اچول شوی و چی د عامو خلکو له خوانه دحساب اوکتاب غوښتنو ته ځواب وویل خو هغه په خاموشی سره له نظره وغورزول شو.

ددې په مقابل کی جمهوررئیس کرزي مقاومت کړی و. هغه په دی برخه کی دملی وحدت د ضرورت په موجودیت ټینگار کړی و.

په همدی اړه ښاغلی کرزی په ٢٠٠٧ میلادی کی یوقانون لاسلیک کړ چی په هغه کی پخوانیو گوریلايی مشرانو او دهغو پلویانو ته له محآکمی نه دمعافیت مسله شامله وه.

د مکلاچی ورځپاڼه لیکی چی دغه مسوده چی عبدالرب الرسول سیاف یی پلوی کوله ، پارلیمان په خاموشی سره منظور کړله؛ هغه ددغی مسلی نقادان داسلام ضد او ددی هیواد دښمنان وبلل.

تمه کیږی چی دکاندیدانو د نومونی د بررسی نظآم هغه نوماندان په ټاکنو کی د برخی اخیستلو وړ ونه بولی چی له وسله والو او غیر قانونی ډلو سره تړاولری .

ځکه دا بیا درایو ورکوونکیو ویرولو ا ودرایو په حوزو کی دلاس وهلو سبب کیږی.

مکلاچی په اخر کی لیکی چی دانتخاباتو د شکایاتوکمیسیون چی ددغو شکایاتو اوله قانون نه د تیریو څیړنه او ارزونه کوی ٣٦ کاندیدان یی د جولای په میاشت کی نااهله تثبیت کړیدی. ددی میاشتی په سر کی یی اته تنه نور هم د کاندید کیدلو وړ ونه گڼل .

ورځپاڼه په پای کی لیکی چی ، دانتخاباتوکمیسیون داکار یوازی ونکړ بلکه د کورنیو چارو د وزارت، دفاع وزارت او دملی امنیت او استخباراتو عالی رتبه کسانو او دانتخاباتودمستقل کمیسیون غړیو په مخفی ډول دا فیصله وکړله.

XS
SM
MD
LG