د لاس رسي وړ اتصالات

شیکاګو ټریبیون: پیټریس د افغانستان په اړه له پوښتنو سره مخ دی


شیکاګو ټریبیون: پیټریس د افغانستان په اړه له پوښتنو سره مخ دی
شیکاګو ټریبیون: پیټریس د افغانستان په اړه له پوښتنو سره مخ دی

جنرال ډیوډ پټریس به د افغانستان د جگړې د شکونو په هکله د کانگرس د پوښتنو سره مخامخ شي.

د شیکاگوتربیون په انترنټ پاڼه کې د مارچ په څوارلسمه لیکل شويدي چې په افغانستان کې د امریکا او دناتو د قواوو قوماندان د سه شنبې په ورځ د افغانستان د جگړې د شکوکو په هکله د کانگرس غړو ته ځوابونه وايي. پاڼه لیکي چې دی به د استخباراتو ددغو رپوټونو په مقابل کې چې بریالیتوبونه لاس ته راغلي دي خو په تکتیکي لحاظ دابریالیتوبونه په دې نه دي توانیدلي چې د طالبانو ملاماته کړي، خپل دلایل وړاندې کړي.

شیکاگوتربیون ډات کام لیکي چې یو کال وروسته له هغه چې د یاغیانو پرضد ستراتیژي د تطبیق مرحلې ته ورسیدله، اوس څرگندیږي چې لا هم جدی ستونزې او خنډونه پرمخکې پراته دي: په دې خنډونو کې څو یې دادي: د حامد کرزي حکومت اوس هم ضعیف اوپه فساد ککړ ښودل کیږي، طالبان اوس هم د جگړي ددوام کلک عزم لري، او دښمنان اوس هم د پاکستان په قبایلی سیمو کې محفوظ ځایونه لري. که څه هم د ډرون الوتکې د طالبانو عملیات خنډونوسره مخامخ کوي خو دوی له منځه نه شي وړلی. دا ارزونه استخباراتي سرچینو کړېده.

شیکاگوتربیون لیکي، هغه ستونزې چې دامریکا لس کلنه جگړه ورسره مخامخه ده په هغوی کې دا پوښتنه په زغرده منځ ته راځي چې په دې دومره موده کې امریکا څومره بریالیتوبونه لاس ته راوړی دي؟ او ایا په راتلونکې پاتې موده کې د جگړې د ستراتیژۍ په بنا اټکل شوي پرمختگونه د ملیاردو ډالرو په خرڅ لاس ته راتللی شي که نه؟ د امریکا دا پلان دی چې د اوس لپاره د طالبانو پرضد عملیات په شدت دوام وکړ‏ي او په عین حال کې د افغانستان اردو چمتو شي ترڅو تر ٢٠١۴ کاله پورې د امنیت مسئولیت په غاړه واخلي. اوس داسې هیله کېږي چې امریکا به د جولای په میاشت کې دخپلو عسکرو په ایستلو پیل وکړي، خو داسې ښکاري چې ددغو عسکرو شمیر به ډیرزیات نه وي.

پاڼه لیکي چې د ملي استخباراتو امر جیمز کلیپرپه دې کې ډیر زیات شک نه لري چې د جنرال پټریس په قیادت کې تکتیکي بریالي توبونه لاس ته راغلي دي، خصوصاً هغه وخت چې د عسکرو په شمیر کې زیاتوالی رامنځ ته شو. کلیپرپه دې هکله د کانگرس غړو ته داخبرې کړي دي. ده زیاته کړیده چې ددوی اندیښنه داده چې پوه شي ایا د افغانستان حکومت دې ته چمتو کیږي چې خپل مسئولیتونه ادا کاندي.

ویب پاڼه لیکي په بله استعماعیه غونډه کې چې په همدې مسئله جوړه شوېوه جنرال رونالد برگس د نظامي استخباراتی امر خپل نظربیان کړهغه نظر چې د سی ای ا امرهم ورسره مني. ددوی نظرونه د ښاغلي پتریس د نظر نه چې زیات خوشبینانه ښودل شوی دی اختلاف لري. ښاغلی پټریس به د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې او د امریکا د دفاع د وزیر رابرت گیتس پوښتنو سره مخامخ شي.

د ویب پاڼې په قول ښاغلي برگس وايي چې طالبان اوس هم د ملک په جنوب کې له ځانه مقاومت ښيي او په خلکو ډیر اثر او رسوخ لري خصوصاً په کلیو او بانډو کې په داسې حال کې چې امریکا دغو برخو ته زیاته توجه لري.

ډات کام لیکي چې د امریکا په مشري ایتلافي قواوو په سلگونه طالبان وژلي دي خو بیاهم ددوی په صفوفو کې اوس هم ضعف نه لیدل کیږي چې د جگړې نه لاس واخلي. مونږ د طالبانو په مقابل کې تکتیکی ماتې خوړلي اما اپراتیفی بریالیتوبونه مو لاس ته راوړي دي. خو بیاهم طالبان په دې قادر دي چې بین المللي قواوو او افغان پوځونو ته په ٢٠١١ کال کې هم ستونزې جوړې کړي.

شیکاگوتربیون ډات کام لیکي چې رابرت گیتس تیره هفته افغانستان ته تللی ؤ او داسې وايي چې د یاغیانو پرضد ستراتیژي اوس هم کارورکوي. هغه وايي هرڅومره چې جگړې ته نژدې شئ هغومره پوهیږي چې وضعه ښه ښکاري. خو ده وویل چې د راتلونکي پسرلي او اوړي فصلونه دابه ښکاره کړي چې څومره پرمختگ شوی دی.

شیکاگو تربیون لیکي د امریکا د پوځي استخباراتو امربرگس دخپل نظر اساس څرگند نه کړ خو په دې اړه ډیرزیات ارقام شته دي. د مثال په توگه که څه هم چې ډیرشمیر د سړک د غاړې بمونه خنثی شويد ي خود پنتاگن د رپوټونو په اساس بیاهم ددغو بمونه شمیر د پرسږکال د جون د میاشتې د ارقامو په برابرښودل شويدي.

ویب پاڼه لیکي چې د عراق سره یوه نسبي مقایسه کیدلی شي. په عراق کې د عسکرو د زیاتوالي په دوهم کال کې په ایتلافي قواوو حملې او په جگړه کې د ملکي تلفاتو اندازه ډیره کمې شوې وه. خو په افغانستان کې یو کال ورسته له هغه چې د عسکرو شمیر زیات شو اوس هم د ملگرو ملتو د رپوټ په اساس په ٢٠١٠ کال کې ٢٧٧٧ ملکیان وژل شوي دي او په دې کې ٧٥ په سلو کې د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

ویب پاڼه لیکي چې د مارچ په دوهمه نیټه د بریتانیې په پارلمان کې د بهرنیو چارو په کمیټه کې د باوري سرچینو په اساس داسې نتیجه گیری وشوله چې په افغانستان کې د ځنو بریاو د ادعا سره سره وضعه مخ په خرابیدلو ده. دوی د ملک په جنوب او ختیزو برخو کې هغوځایونو ته خپل کنټرول غځولی دی چې مخکې هلته امنیت ؤ.

XS
SM
MD
LG