د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلګراف: لویديځ به غټ تاوان وکړي که افغانستان دغسي پرېږدي


د بریتانیې د تیلیګراف ورځپاڼه د مارچ د ۲۹ نېټې په ګڼه کې لیکي چې لویدیځ به یو ستر تاوان وکړي که چیري افغانستان په همدغه وضیعت باندي پرېږدي.

د بریتانیې د ټیلیګراف ورځپاڼه د مارچ د ۲۹ مې نېټې په ګڼه کې لیکي چې په کابل کې حکومت د پام وړ په اندازه نظامي او مالي مرستو ته اړتیا لري چې د ناټو د وتلو سره د طالبانو په مقابل کې مقاومت وکړای شي.

د تبصرې لیکوال کان کفلین لیکي چې یوه نظریه ډیره زورونکې ده هغه دا چي که چیري د افغانستان په شخړه کې د پام وړ بدلون رامنځ ته نشي نو اوسنی نظام به بیا د راپورته شویو طالبانو له خوا د ګواښ سره مخامخ شي.

لیکوال لیکي چې کله دی د بریتانیوي عسکرو هدیرې ته ننوتی نو په افغانستان کې د بریتانیوي عسکرو د مړینې شمیر ۴۰۵ کسه و په داسي حال کې چې یو ساته وروسته دغه شمیر ۴۰۷ کسو ته ورسیدی. دوه بریتانیوي عسکر هغه مهال ووژل شول چې د هملمند ولایت د لښکرګاه په ښار کې یو افغان افسر په دې خاطر پر بریتانیوي عسکرو باندي ډزې پیل کړې چې هغه یې د اسنادو د نه درلودو په خاطر نظامي کمپ ته دننه نه پرېښودی.

ورځپاڼه د افغان ملي امنیتی ځواکونو له خوا پر ملګرو نړیوالو ځواکونو باندي د ناڅاپه بریدونه په یادونې سره لیکي چې یو له هغو لاملونو څخه چې بریتانیوي فرقه د افغانستان په جنوب کې ځای په ځای شوې ده، دا دی چې هلته محلي ځواکونه په پیاوړي او د اعتیبار وړ جګړه ایزې قطعې باندي بدل کړي.

ورځپاڼه لیکي چې ددې پرېکړې اصلي موخه دا وه چې کله د ناټو قواووې د خطر د سیمې نه راووځي نو افغان ځواکونه د دې وړتیا ولري چې د هیواد امنیتي مسولیت په غاړه واخلي او پر بهرنیوقواوو نوره تکیه ونکړي چې د دوي دپاره هر څه کار وکړي.

د ورځپاڼه لیکوال لیکي چې ولي افغانانو اوس پرې نږدو چې خپله ستونزه په خپله حل کړي. مونږ پر دې هیواد باندي پیسي ولګولې او د دوي مننه او شکرګزاري دا ده چې پرمونږ ټوپک راوړوي او زمونږ سرتیري راووژني. کاش دومره آسانه وای ورځپاڼه زیاتوي.

د اتلانتیک د سیند دواړو خواوو ته د پرتو هیوادونو سیاستمداران دې ته ژمن دي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د ناټو ټول محاربوي عملیات دریږي. ددغه ستاینې وړ پلان یواځنی ستونزه دا ده چې مسایلو ته په کتو سره داسي واقع بینانه ذهنیت نشته چې افغانان دي په داسي یو وضیعت کې وي چې په راتلونکو دوو کلونو کې د چارو مسولیت په خپله غاړه واخلي.

تر ټولو دمخه افغان ملي امنیتي ځواکونه چې اوس د ۲۰۰۶ کال په پرتله کله چي یې ناټو د روزنې مسولیت په غاړه واخیستی، ډیر ښه شوي دي، تر زیاته بریده پر لویديځو ځواکونو په خاصه توګه بریتانیوي او امریکايي عسکرو باندي د عملیاتو د ترسره کولو په خاطره تکیه کوي.

او دغه حقیقت ته په کتو سره ډیر امکان یې ځي چې دغه ځواکونه به د ټاکل شوې مودې نه آه خواته هم د ناټو ملاتړ ته اړتیا ولري.

ورځپاڼه لیکي چې افغان ملي پوځ دا ثابته کړې ده چې ښه جګړه کوي چې دا هم د حیرانتیا خبره نه ده البته په یوه داسي هیواد کې چې وژنې ډیرې عادي دي. خو موضوع دا ده چې د نظامي عملیاتو د کولو دپاره د ښه جګړې ترڅنګ نورو شیانو ته هم اړتیا شته چې په کښي لوژستیکي ملاتړ، استخباراتي امکانات او هوايی ملاتړ شامل دی – دا ټول مهم نقشونه لوبولای شي.

خو ورځپاڼه لیکي چي که چیري د لویديځ ملاتړ د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په کابل کې په هغه اندازه وي لکه د بریتانیې د سندهرست د ښار امنیتي تدابیر چي دي نو لکه د بریتانیې د دفاع وزیر فیلیپ هموند چي روانه اونۍ وویل د هیواد پوځ به وړنګ شي او پایلې به یې دوي او مونږ دواړوه اغیزمن کړي.

ورځپاڼه د لیکوال له قوله لیکي چی وايی په کابل کې د ناټو یوه چاروکي ماته وویل چې دا یوه خوشبینانه ذهنیت دی چې وايي افغانان کولای شي چې د ۲۰۱۴ کال وروسته پر خپلو پښو ودریږي.

دوي که چیري د طالبانو په مقابل کې دریږي نو ناټو او د متحدینوو د وتلو سره باید هلیکوبترې، استخباراتي امکانات او روزنیز پروګرامونه ولري.

ورځپاڼه لیکي چې داسي هیڅ ذهنیت هم نشته چې طالبان او ملګري القاعده ځواکونه دي دې ته لیواله وي چې د افغانستان او لویديځ پر ضد د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي او افغانستان پرېږدي چې بیرته په مرکزي آسیا کې خپل پخواني نقش ته ستون شي او په یوه مهم تجارتي مرکز بدل شي.

د ناټو پر ځواکونو باندي د هرې ورځې بریدونه دا ښيي چې طالبان هیڅ لیوالتیا نلري چې سوله او مزاکرات وکړي. په عین حال کې د فرانسې د تولیوس د ښار ترهګریز برید د افغانستان د جنوب اهمیت یو ځل بیا په ګوته کړ. ۲۴ کلن فرانسوي کس چې محمد میراح نومیدی، په ۲۰۱۰ کال کې یې کندهار ته سفر کړی و.

استخباراتي مامورین وايي چې اوس په ګاونډي هیواد پاکستان کې په سګلونو د القاعدې طرفداران مازي دې ته ناست دي چې فرصت ورته برابر شي او افغانستان ته راستانه شي چي د ترهګرۍ روزنیز مرکزونه پرانیزی او بیا د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې په شان بریدونه وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې که افغانستان بیا پرېښودل شی چې خپل پخواني حالت ته ستون شي او د محمد میراح په شان خلګ وشي کړای چې دلته ځالې جوړې کړي نو د بریتانیوي عسکرو ټولې لس کلنې قربانې به بې ځایه ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG