د لاس رسي وړ اتصالات

ایگزامینر: د انتخاباتو ورځ په افغانستان کې د ویرې ورځ وي


د واشنگټن د ایگزامینر ورځپاڼه د سه شنبی په ورځ لیکی دانتخاباتو ورځ په افغانستان کی دو یری ورځ وي. لیکواله ساره کارټر د شاه جوی د ښار په هکله لیکی چی له دغه ښار نه د انتخاباتو په ورځ داسی ځای جوړ شوی و چی دهیچا درک په کی نه معلومیده. په دغه ورځ په دغه ځای کی دانتخاباتو ورځ وه، ټول ترینه تللی وو، ځکه چی بیریدل.

ورځپاڼه د شاه جوی د اولسوال عبدالقیوم له قوله لیکی چی طالبان هرچیرته دی او دشاه جوی خلک پرخپل حکومت باندی باور نلری. هغوی له طآلبانو نه بیریږی. هغوی له دینه هم ویریږی چی دناټو اوامریکا قواوی به یی ترک کړی. دا ډیر سخت شرایط دی. ورځپاڼه لیکی هغه امریکا يی او افغان عسکر چی هلته گزمه کوی ، دهغوی لپاره دا ډیره گرانه ده چی یاغی طآلبان او دهغوی پلویان تشخیص کړی.

په دغه ځای کی د بریدونو اوازی چی مقصد یی درایو د اچولو د بهیر گډوډول وو، ډیری عامی وی. دایی گرانوله چی ددومره اوازو په ترڅ کی ریښتیا پیدا کړل شی.

د ایگزامینر واشنگټن ورځپانه لیکی چی د شنبی په ورځ په افغانستان کی تقریبا تر ٢٠٠٠ زرو نه زیات کاندیدان موجود وو چی داولسی جرگی د ٢۴٩ چوکیو لپاره یی انتخاباتی مبارزه کوله.

طالبانو څو اونی له انتخاباتو نه مخکی خلکو ته خبرداری ورکړی و چی رایی ورنکړی. د رایو اچولو په بهیر کی د بریدونو له امله ١۴ کسان ووژل شول.

مخکینی اټکلونه څرگندوی چی تقریبا ۴٠ فیصده خلک رایو اچولو ته حآضر شوی وو او له دی سره سره د ټگیو او په رایو کی دلاس وهلو تورونه هم لگیدلی دی. هغه څه چی په ټول افغانستان کی دانتخاباتو په ورځ پیښ شول، شاه جوی یی یوه وړه نمونه کیدلی شی.

د انتخاباتو په ورځ یو څو راکټونه د غونډیو له طرفه راوارشول. یاغیان په همدغه ځای کی لیدل شوی وو. یوراکټ د امریکا د نظامی اډی په ساحه کی ولگیده. چاودنی او د سپکو وسلو ډزی په کافی اندازه ډیری وی چی داولسوالی د شاو خوا کلیو اوسیدونکی ولړزوی.

ورځپاڼه دیوه یوولس کلن هلک له قوله لیکی چی په کلی کی ټولو خلکو ډزی اوریدلی. زه لږ وویریدم او زموږ په کلی کی یوه ښځه هم رایو ا چولو ته نه وه تللی. زه فکرکوم چی یوازی زما پلار تللی و. ورځپاڼه په پای کی لیکی چی پر مرکزی حکومت باندی د خلکو بی باوری او له یاغیانونه ویره ددی سبب شویده چی د ثبات له هلو ځلو نه چی دامریکا د قواو په مشرتوب کیږی، پرخلکو ډیره اغیزه وکړی. د پارلیمان انتخاباتو په شاه جوی کی وښودله چی دیموکراسی په دغه سیمه کی څومره کمزوری ده.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه د سپتمبر په ٢١مه لیکی چی د حکومت سیاسی مخالفین محتاط خو خوشبین دی چی په راتلونکی پارلیمان کی یی خپل قوت زیات کړیدی، که څه هم په انتخاباتو کی دتقلب او پراخه لاسوهنی او دکم شمیررایو ورکوونکیو د برخی اخیستلو ادعا گانی شویدی اوښايی چی دا ادعاگانی د شنبی دورځی دانتخاباتو نتایج بی اعتباره کړی.

د حکومت د مخالفی سیاسی ډلی مشر عبدالله عبدالله، چی تیرکال یی د جمهوری ریاست په انتخاباتوکی رایی بایللی وی، وايی چی ددوی د خپل اټکل له مخی چی د بی طرفانه نتایجو له مخی شویدی، داسی ښکاری چی دوی به یقینا ٧٠ چوکۍ گټلی وی. کله چی دانتخاباتونتایج اعلان شی نو ښايي چی دوی به د ٢۴٩ چوکیو له جملی نه ١٠٠چوکۍ گټلی وی.

دهغه پلویان وايی چی دا به دعبدالله پلویان په پارلیمان کی له ۴٠کسانونه پنځوسو ته زیات کړی.

نیویارک ټایمز لیکی چی دښاغلی کرزی ملاتړو وویل چی د شنبی دورځی دانتخاباتودنتایجو اټکل له وخته مخکی کاردی.

ورځپاڼه په پای کی لیکی چی دانتخاباتو مستقل کومیسیون به د اکتوبر تر اتمی نیټی پوری اولنی رسمی نتایج اعلان کړی.

د حکومت مخالف سیاسی مشران وايی ددوی اوسنی اټکل دانتخاباتو دنتایجو په برخه کی ابتدايی دی او دانتایج بدلیدلی شی په تیره هغه وخت چی دا معلومه شی چی په رایو کی به دتقلب نقش او عوامل څومره وی.

د ایکانومیست ورځپاڼه د افغانستان د انتخاباتو په باب د سپتمبرپه شلمه لیکی چی دافغانستان د خلکو اراده به ددغه هیواد د اینده سرنوشت جوړ کاندی.

دامریکا د جنرال ډیویډ پیټرییس لپاره دی انتخاباتو دا ثابته کړله چی دافغانستان داینده لپاره غږ د افراطیانو او دترهگرنو په شبکو پوری اړه نلری.

ملگرو ملتونو هم دافغانستان دخلکو زړورتیا او اراده چی له خپل دیموکراتیک حق نه کار واخلی او رایی ورکړی، ستایلی ده.

د څارنی یوازینی اداره فیفا چی په کافی اندازه څارونکی یی درلودل وايی چی دوی په اول کی دانتخاباتو د کیفیت په با ب ډیری اندیښنی لرلی.

ایکانومیست لیکی چی دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وویل چی په دغه ورځ باندی په ټول افغانستان کی ٣٣ بمونه وچاودل او دراکټ ٦٣ بریدونه وشول.

د رایو اچولوپه ډیرو حوزو کی له رایو ورکوونکیو نه د انتخاباتی مبارزی ماموران او څارونکي زیات ول. په یوشمیر نورو حوزوکی د هغوی له توقع نه زیات خلک راغلی وو.

دانتخاباتو د شکایاتو کومیسیون وویل چی دوی ته ١٢٦ لیکلی شکایتونه وررسیدلی دی او ١٣٠٠ کسانو یا په ټیلیفون شکایت کړیدی او یاپه خپله د شکایاتو د ولایتی کومیسیون دفتر ته تللی دی.

که څه هم داسی مکرری ادعاگانی شوی وی چی دا اوسنی خلک چی دانتخاباتو چاری پرمخ بیايی دتیرکال د انتخاباتو نه یی غټ انکشاف کړیدی خو دانتخاباتو دمستقل کومیسیون له خوانه یوڅه داشی شیان ثبت شویدی چی د تیرکال پیښوته ورته او د خجالت وړدی.

دمثال په توگه د تقلب د ډیرو ابتدايی شیانو مخه نیول لکه د داسی رنگ استعمالول چی هغه سمدلاسه پاک نشی، دارنگ ددی لپاره استعمالیږی چی دویم ځلی رایه ورنکړل شی. او یا داسی اله ورسره وی چی د رایو اچولو کارډ، په نښه کړی یاسوری پکی وکړی چی دامعلومه شی چی په دی کارت یو ځل رایه اچول شویده.

رایی ورکوونکی په دی پوه شوی ووچی خپلی گوتی مینځلی شی چی بیا رایه ورکړی. په ټول هیواد کی 3.6m ملیونه رایی ورکړل شویدی.

او دا گرانه ده چی دا معلومه کړی شی چی په دی رایو کی څومره اصلی دی اوڅومره په ټگی اچول شویدی. ځکه د فیفا اداره وايی چی ددوی د ٧٠٠٠ څارونکیو له جملی نه ډیر وايی چی دوی په اکثرو ولایتونو کی په مختلفو ډولو باندی دا ولیدل چی درایو په صندوقونوکی په لوی لاس ډیری رایی اچول کیدلی. یوشمیر کسانو له یوځل نه زیاتی هم رایی ورکړلی.

XS
SM
MD
LG