د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاده سلمان ستراتیژیک او نظامي شراکت لټوي


ولسمشر ډانلډ ټرمپ او شهزاده سلمان په سپینه ماڼۍ کې د مارچ په شلمه له یوبل سره وکتل
ولسمشر ډانلډ ټرمپ او شهزاده سلمان په سپینه ماڼۍ کې د مارچ په شلمه له یوبل سره وکتل

د سعودی عربستان ولیعهد شهزاد ه سلمان په دې نژدې وخت کې د پرمختللي جهان سره په عصري امکاناتو د پانګونې او ټینګو روابطو جوړولو دپاره، د امریکا په شمول اروپايي هېوادونو ته سفرونه وکړل او وروستی سفرېې اسپانیې ته و.

شهزاده سلمان په امریکا کې درې ا ونۍ تیرې کړلې په دې ترڅ کې ېې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ، د هالیوډ له نومیالیو او د نیوز کارپ له موسس روپرت مرډاک سره وکتل. هغه د گوگل اوبوئینگ له مشرانو سره هم وکتل.​

شهزاده سلمان د سعودی نقش پراخوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

شهزاده محمد بن سلمان په دې سفر کې داسپانیې له باچاسره وکتل .په آینده کې به له هغوی نه جنگي بیړۍ واخلي. هغه د فرانسی له جمهوررئیس امانویل مکرون سره هم په داسی حال کې وکتل چې د سعودی عربستان اوفرانسې کمپنیو دا تلس ملیاردو ډالرو موافقې لاسلیک کړې دي.

ولیعهد شهزاده سلمان د انیت لري چی د خپل هېواد نقش په منځني ختیځ کې زیات او پراخ کړي او په تیلو متکي اقتصاد متنوع کړي. د سعودي د نفوس په سلو کې اویا کسان تر ٣٠ کلونو نه کم عمر لري. نو دی غواړی هغوی ته کارونه پېداکاندی.

په همدې حال کې د سعودی عربستان له یوشمیر مخورو کسانونه د اداري فساد په تورتحقیقات کېږی ،یوشمیر نورو د دشاهي کورنۍ د غړیو په شمول جریمی ورکړلې ا و خوشې شول.

یوشمیر تحلیل کوونکي د ولیعهد سلمان داداری فساد د مقصد په اړه شک لري. د کلیفورنیا پوهنتون چې په لاس انجلس پروت دی، استاد جیمز گل وېن وايي:هغه په درې سوو ملیون ډالرو یو کور واخیست. څلورسه او پنځوس ملیون ډالرېې د ډاوینچي په یو تصویر ولگول. تقریبا همدومره ډالرېې په یوه وړه بیړۍ ولگول.

شهزاده محمد ځان اصلاح غوښتونکی بولي. د ښځو پر موټرچلولو او سینماته تللو ېې بندیزونه لیرې کړل خو د سیاسی ازادیو مخالف دی.

په یمن کې د متحدو ایالاتو پخوانی سفیر جیرالډ فایرستاین چې اوس د منځني ختیځڅېړنېز مرکز غړی دی وايي" موږ پهاقتصاد او ټولنیزو مسایلو کې د ولیعدمهم ابتکارونه وینو. خو هغه داهم وايی چی دی سیاسی اصلاح غوښتونکی ندی. پرشهزاده سلمان باندې د بشری حقونو ډلې انتقاد کوی.

مورخ جیمز گل وېن وايي:".. همدا اوس د بشري حقونوتقریبا شل تنهد تشدد ضد او سوله غوښتونکی فعالانپه زندن کې دي. که یو ېې هم ازاد کړی وای، نو ښايی اصلاح غوښتونکی گڼل شوی وای.

شهزاده سلمان د ددفاع وزیر په توگه خپل هېواد له یمن سره په درې کلنه جگړه کې داخل کړ، ځکه د حوثی یاغېانو خلاف ېې د حکومت ملاتړ وکړ. سبب ېې دادی چی ایران د حوثي یاغېانو ملاتړ کوی. د سعودي بمباریو تراوسه پورې په زرگونو ملکي یمنیان وژلی دی. ملگري ملتونه وايي بشری ناورین ېې منځته راوستی دی. حوثیان هم د سعودي اهداف ولي.

د منځنی ختیځ دڅېړنیز مرکز اوسنی غړی او دامریکا پخوانی سفیر جیرالډ فایرستاین

وايی:" له یوکال نه کمه موده کېږی چی هغه داکار پیل کړی دی؛ وبه گورو چی دمشر په توگه دهغه اصلاحات دوام کوي که نه ".

مورخ جیمز گل وین وايي د منځنی ختیځ مشرانو لکه بشارالاسدچې داصلاحاتو لپاره ېې هڅې کړي دي، نتایج ېې ډیر خراب ول. حتی د شهزاده سلمان پلویان هم وايی چې په یوه ډیره محافظه کاره ټولنه کې چې د مطلقه شاهي نظام سابقه لري، دی به له ډیرو خنډونو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG