د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي پارلمان د مشرانو په ټاکل کیدو ناندرې


د اروپا سیاسي مشرانو په بروکسل کې ولیدل او د اروپايي ټولنې د ټاکنو پر پایلو او ددې ټولنې د مشر ژان کلیود ینکر په احتمالي ځای ناستي یې خبرې وکړي.

د اروپايي ټولنې یو شمیر طرفدرا ګوندونو که څه هم ددې ټولنې په وروستیو ټاکنو کې چې د مې میاشتې د ( ۲۳ او ۲۶ ) نیټو ترمنځ وشوې په خپلو هیوادونو کې یو شمیر څوکۍ له لاسه ورکړي خو د اروپا په پارلمان کې یې دریځ پر ځای دی.

د اروپا مرکزي ګوندونو په ټوله کې یو شمیر څوکۍ بایللې او ښې اړخي، پوپولیستي او د مهاجرینو ضد ګوندونو د بریټانیا، ایټالیا او فرانسې په شان په لویو اروپايي هیوادونو کې قدرت ترلاسه کړی دی.

د مهاجرت ضد مشران په اروپا کې د یوه لوی بدلون وړاندوینه کوي خو اروپايي رایه ورکوونکو لومړیتوب د اقلیم بدلون او اقتصاد ته ورکړی دی.

د اروپا په ټاکنو کې له بې سارې بریا وروسته د ایټالیا د لومړي وزیر مرستیال او د ښې اړخي ګوند مشر وویل، د اروپا په غړو هیوادونو کې د ملت پالو ګوندونو لوی بری د ۲۸ هیوادونو په بلاک کې لوی بدلون ښکاره کوي.

د مارین لي پین ګوند په فرانسه او نیګل فاراګ ګوند په بریټانیا کې لومړي ګوندونه دي چې بری خپلوي او دا په اروپا کې بدلون ښکاره کوي.

داسې تمه کیږی چې د زرغون، لیبرال او پر یورو متمرکزه گوندونو لاسته راوړنې به د یو ډېر منقسم پارلمان لامل شي.

یو شمیر هغه لوړپوړي اروپايي مشران چې ټاکل شوېده د روان کال په پای کې د اروپايي کمیسیون د مشر پر ځای وګمارل شی، د اروپايي ټولنې د شورا مشر ډونالډ تسک، د اروپايي ټولنې د مرکزي بانک مشر ماریو دراګي او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو استازې فدریکا مورګیني دي.

XS
SM
MD
LG