په لندن کې شاوخوا ۳۰۰زرو کسانو په یو لاریون کې په غزه کې د اروبند غوښتنه وکړه
۵
د اکتوبر د اوومې نیټې له برید وروسته اسرائیل هم پر غزه باندې د غچ اخیستونکو هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د حماس تر کنترول لاندې غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه څه دپاسه ۱۱زره تنه وژلي چې څه دپاسه ۴۰۰۰ یې ماشومان دي. خو د غزې د مقاماتو دغه شمیرې په مستقله بڼه ندي تائید شوي.
۶
ملګرو ملتونو په غزه کې "د ډله ییزې وژنې" پای ته رسیدل غوښتي او ویلي یې دي چې "ټوله سیمه په خاورو بدلول د هغو سختو جنایتونو ځواب ندی چې حماس ترسره کړي."
۷
د لندن د پولیسو یو ویاند ویلي چې د شنبې د ورځې په لاریون کې ۳۰۰ زرو کسانو برخه اخیستی
۸
پر اسرائیل باندې د حماس په برید کې د اسرائیلي مقاماتو په وینا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس سخت دریځو شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړي دي