د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیې په منځګړیتوب د کابل او اسلام‌آباد خبرو کې پرمختګ شوی


دا غونډه د چهارشنبې په ورځ په لندن کې جوړه شوې وه
دا غونډه د چهارشنبې په ورځ په لندن کې جوړه شوې وه

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د لندن په درې اړخیزه غونډې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجود سیاسي وضعیت د ښه کیدو لپاره ګټور بحثونه او پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال، د انګلستان د ملي امنیت سلاکار مارک لیل ګرینټ او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنۍ تګلارې سلاکار سرتاج عزیز د چهارشنبې په ورځ په پلازمینې لندن کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلي سیاسي وضعیت د ښه کیدو په اړه خبرې کړې دي.

د ملي امنیت له شورا څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجود سیاسي وضیعت د بشپړ ښه کیدو لپاره به د درې اړخیزو غونډو دا لړۍ په راتلونکې کې هم دوام وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې غونډه کې د شویو پرمختګونو په اړه جزئيات نه دي ورکړي.

خو په اسلام‌آباد کې افغان سفیر عمر زاخیلوال چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود، په خپل فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي، په لندن کې د برتانیې په کوربه‌توب د لوړې کچې غونډه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کیدو او د تروریزم سره د مبارزې په هکله د یو میکانیزم د جوړولو پر سر د بحث او موافقې لپاره جوړه شوې وه، په دوستانه فضا کې پای ته ورسیدله.

عمر زاخیلوال ویلي "بحثونه پر حقایقو ولاړ، جوړونکي او راتلونکې ته په کتو ښې پایلې درلودې. په یقین سره چې د دغې مهمې غونډې د بریالیتوب په اړه به د دواړو هیوادونو عام وګړي قضاوت وکړي، چې څه ډول د دغه میکانیزم په عملي کیدو سره د ښه ګاونډیتوب اړیکو، سولې او سوکالۍ لپاره خپلو هیلو ته انعکاس ورکوي".

د ښاغلي زاخیلوال پر وینا، افغانستان خوشبینه دی چې د دغه میکانیزم عملي کیدل به، د دواړو هیوادونو ترمنځ هغه باور ته چې په راتلونکي کې د دولت او دولت ترمنځ اړیکو او همکاریو په برخه کې ورته اړتیا لیدل کیږي، پیاوړې کړي.

XS
SM
MD
LG