د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ تر ګواښ وروسته څارنوالانو د محکمې څخه د حفاظتي حکم صادرولو غوښتنه کړې


د فدرال څارنوالانو د متحده ایالاتو یو قاضي څخه د حفاظتي حکم صادرولو غوښتنه کړې چې له مخې به یې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته دا حد وټاکل شي چې پرې د تازه لګیدلو تورونو په هکله څومره معلومات د عامو خلکو سره شریکولی شي.

د عدلیې وزارت ځانګړي مفتش جیک سمیت چې د ټرمپ په خلاف د دوو قضیو چارې پر مخ وړي، د جمعې په ورځ د محکمې څخه د دې حکم صادرولو غوښتنه وکړله چې له مخې یې مخکنی جمهور رئیس نه پریښودل کیږي د دې قضیې په هکله د شواهدو جزیات په ډاګه کړي.

قاضۍ تانیا چټکان د ښاغلي سمیت غوښتنې سره سم د شنبې په ورځ د ټرمپ حقوقي ټیم ته حکم ورکړی او ترې غوښتي یې دي چې د دوشنبې ورځې اګست ۷ مې د ماسپښین تر ۵ بجو پورې باید د حکومت دې غوښتنې ته ځواب وویل شي.

سره لدې چې قاضي ټرمپ ته حکم کړی و چې د قضیې په هکله جزیات باید د هیچا سره چې احتمال لري پدې قضیې کې د ګواه په توګه احضار شي، شریک نکړي خو ټرمپ د دې حکم پروا ونکړله.

ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې " Truth Social" کې خبردرای ورکړی، "که تاسو زما پسې راشئ، زه تاسو پسې درځم".

ځانګړې مفتش محکمې ته پخپلې عریضې کې د ټرمپ د همدې ګواښ یادونه کړې او دا یې هم ویلي چې مخکني جمهور رئيس په ټولو هغو کسانو بریدونه کړي چې د هغه پر ضد جنایي قضیو سره تړلي دي.

څارنوالانو پخپلې عریضې کې ویلي چې د دې ډول حفاظتي حکم صادریدل په ځانګړې توګه مهم دي ځکه چې "مدعي علیه (ډونالډ ټرمپ) پخوا په ټولنیزو شبکو کې د قاضیانو، شاهدانو، مدافع وکیلانو او نورو کسانو په هکله څرګندونې کړي چې د هغه پر ضد حقوقي موضوعاتو سره تړلي دي".

خو بل پلو بیا د ټرمپ انتخاباتي ټیم دې څرګندونو دفاع کړې او د شنبې په ورځ یې ویلي چې دا ډول څرګندونې "سیاسي بیان" دی.

قاضۍ موکسیلا اوپادهیایا هم د تیرې پنجشنبې په ورځ چې په واشنګټن ډي سي کې په محکمې کې یې ښاغلي ټرمپ ته پرې لیګدلي تورونه اورول خبرداری ورکړی و چې شاهدان دې نه ګواښي او عدالت تطبیق کیدو مخه دې نه نیسي.

د امریکایي مطبوعاتو د معلوماتو له مخې قاضۍ اوپادهیایا ټرمپ ته ویلي و، "خبروم دې چې منصفه هیت تر اثر لاندې راوستل، شاهد او هر هغه چا ته چې ستاسو د قضیې په هکله معلومات لري، ګواښ کول او یا رشوت ورکولو کوښښ کول، او یا هر هغه چا څخه د بدل اخیستو ګواښ کول چې څارنوالانو ته پدې قضیې کې معلومات شریکوي، جرم دی".

څارنوالانو ویلي چمتو دي چې د دې قضیې په هکله په زیاته پیمانه شواهد د ټرمپ حقوقي ټیم ته وسپاري چې ډیر یې حساس او محرم معلومات دي او تر څڼګ یې دا اندیښنه هم څرګنده کړې که ټرمپ د منصفه هیت د مرکو څخه تر لاسه شوي اسناد په عامه توګه خپاره کړي، د شاهدانو لپاره به" زیان رسوونکې" اغیزه ولري.

خو د ټرمپ انتخاباتي ټیم ویلي چې د هغه اشاره سیاسي مخالفینو ته وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG