د لاس رسي وړ اتصالات

تخار او پروان ولایتونو کې لاریون کوونکو لویې لارې بندې کړیدي


پروان کې مظاهره
پروان کې مظاهره

د پروان سیمه‌ ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې د یو ځوان له وژل کېدو وروسته لسګونو کسانو لاریون کړی او د کابل – شمال لویه لاره یې تړلې ده.

اعتراض کوونکي وايي چې تېره ورځ یو پخواني جهادي قوماندان یو ۲۲ کلن ځوان په ډزو ووژه خو پولیسو تر اوسه هغه نه دی نیولی.

دوی وايي تر هغې چې پولیس دغه جهادي قوماندان ونه نیسي خپل اعتراض ته به دوام ورکړي او لویه لاره به خلاصه نه کړي.

د جبل‌السراج ولسوال محمد هاشر روفي خبریالانو ته وویل چې پخواني جهادي قوماندان نور محمد سکندري په دې قضیه کې د لاس لرلو په تور دوه کسه پولیسو ته سپارلي دي.

ښاغلي هاشر وویل چې د سیمې اوسېدونکو د یکشنبې ورځې د جون شپږمه (غبرګولي ۱۶) له سهار راهیسې د کابل – شمال لویه لاره تړلې او سلګونه مسافر د دې لارې بېرته پرانیستلو ته په تمه دي.

د یو بل خبر له مخې په تخار کې سیمه‌ يیز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د کلفګان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د اعتراض په توګه د تخار – بدخشان لویه لاره د تګ راتګ په مخ تړلې ده.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي چې دغه لاره د کلفګان ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان همایون خادم پلویانو تړلې ده چې دا مهال د ملي امنیت په بند کې دی.

ښاغلي اسیر زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو او سیمه‌ ييزو چارواکو د لویې لارې د پرانیستلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

اعتراض کوونکو په دغې لارې باندې د پرلت خیمه وهلې او ویلي یې دي چې تر هغې چې ملي امنیت همایون خادم بېرته خوشې نه کړي خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تراوسه د دغه سیمه‌ ییز قوماندان د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG