د متحده ایالاتو د اوهایو الایت د اکرن په ښار کې وروسته تر هغه سل ګونو کسانو مظاهرې وکړلې چې د پولیسو لخوا په ثبت شوې ویډیو کې د هغه تور پوستي امریکایي د وژل کیدو پیښه خپره شوه چې تیره اوونۍ پولیسو وژلی و.
په ویډیو کې ښودل کیږي چې د جیرلینډ واکر په نامه ۲۵ کلن تور پوستی امریکایي تقریباً ۶۰ مرمۍ لګیدلی و.
پداسې حال کې چې ددې تور پوستي امریکایي تر وژل کیدو وروسته خلک ډیر په غصه دي او چارواکو د آرامۍ غوښتنه کړې خو د یکشنبې د ورځې مظاهره چیانو د ښار هغې سیمې ته چې دولتي ادارې پکې دي، لاریون وکړي او د "جيلیند لپاره عدالت" شعارونه یې ورکول.
پنځه ویشت کلن جیلند تیره اوونۍ وروسته تر هغه ووژل شول چې پولیسو کوښښ کاوه د هغه موټر ودروي خو دی ونه درید.
یکشنبه څلورمه ورځ وه چې خلک د جیلیند د وژل کیدو په غبرګون کې لارو کوڅو ته راوتلي و. که څه هم چې مظاهرې تر ډیره حده سوله ایزې دي خو یکشنبه مظاهره چیان هغه سیمې ته نږدې شول چې پولیسو ترې خلک منع کړي و او پولیس مجبور شول په مظاهره چیانو په لوړ آواز چغې ووهي.
په مظاهرو کې تر اوسه د تشدد کوم راپور ندی ورکړل شوی خو چارواکو په ښار کې کې د پولیسو د مرکز ودانۍ شاوخوا ته درانه وسایل ایښي چې مظاهره چیان ونشي کړی دې ودانۍ ته نږدې شي.
په لومړي سر کې پولیسو ددې پیښې په هکله لږ جزیات ورکړي و خو د یکشنبې په ورځ یې د پولیسو په کمرو کې ثبت شوې ویډیوګانې، عکسونه او غږونه خپاره کړل چې ټوله پیښه پکې ثبت شوې.
په ویډیو کې ښودل کیږي چې جیلند واکر پولیسو ته ندی دریدلی او پولیس مجبور شول د هغه موټر تعقیب کړي. خو وروسته بیا دا ۲۵ کلن تور پوستی د خپل موټر څخه په روانه کې اوځي او د هغه د موټر څخه یوه ډزه هم شوې.
ګڼ شمیر پولیسو وروسته جیلند واکر د موټرو په یو تمځای کې کلابند کړ. سره لدې چې په سمه توګه نه معلومیږي چې څه پیښ شول خو پولیسو په اعلامیې کې ویلي وروسته تر هغه یې ډزې وکړلې چې جیلند واکر داسې چلند وکړ چې وژونکی خطر ترې څرګندیده.
ویل کیږي چې هغه څه باندې ۶۰ مرمۍ لګیدلی او ځای پر ځای وژل شوی.