د لاس رسي وړ اتصالات

جوزجان کې معترضینو د یو شمېر دولتي ادارو دروازې تړلي


د جوزجان ولایتولایت د نفت او ګازو د تصدۍ لسګونو کارکوونکو د خپل اعتراض په یولسمه ورځ، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د یو شمیر دولتي ادارو دروازې وتړلې.

د جوزجان د والي ویاند معروف آذر د سې‌شبنې په ورځ د فبروري په ۱۸مه (سلواغې ۲۹) امریکا غږ ته وویل، د دغه ولایت د نفت او ګازو د تصدۍ کارکوونکو د ۵۱۲ بستونو د تقنیضولو په غبرګون کې د شاوخوا لسو دولتي ادارو دروازې تړلې دي.

هغه زیاته کړه: "د هرې ورځې په تېرېدو سره د معترضینو شمېر زیاتېږي او خپل لاریو یې پراخ کړی دی. له پرون راهیسې د پوهنې، اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې او د ښځو د چارو ریاستونه تړل شوي دي".

معترضین ادعا کوي، چې د نفت او ګازو د تصدۍ شاوخوا ۵۱۲ بستونه د کار د قانون خلاف او دوی ته له خبر ورکولو پرته تنقیض شوي دي.

د دغې تصدۍ یو کارکوونکي عبدالسلام امریکا غږ ته وویل، چې هر تنقیض شوی کارکوونکی د یوې کورنۍ د معیشت مسولیت په غاړه لري، چې دا کار د هغوی ژوند له ستونزې سره مخامخ کولی شي.

د جوزجان د نفت او ګازو د تصدۍ رئیس دوست محمد رحیمي ویلي، چې دا تصمیم د حکومت له خوا نیول شوی دی.

معترضینو خبرداری ورکړی، تر هغې چې د دوی غوښتنې و نه منل شي، اعترضونو ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG