د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن کې د فلسطینیانو په پلوۍ د زرګونو کسانو مظاهره


زرګونو کسانو شنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د فلسطینیانو په پلوۍ مظاهره وکړه او په جمهور رئیس جو بایډن یې د اسرائیل سره د ملاتړ له کبله انتقادونه وکړل.

د شنبې ورځې مظاهره د اسرائیل – حماس جګړې د پیل راهیسې د فلسطینیانو سره د ملاتړ څرګندولو لپاره تر ټولو ستره مظاهره وه.

ځینو مظاهره چیانو د فلسطین بیرغونه رپول او لوحې یې هم لیږدولې چې پرې لیکل شوي و، "فلسطین آزاد کړئ، په غزې محاصره همدا اوس پای ته ورسوئ".

یو شمیر مظاهره چیانو بیا د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن په خلاف شعارونه په لوحو لیکلي و.

په یوې لوحې کې لیکل شوي و، " بایډن، تاسو نشۍ پټیدی، تاسو په ډله ایزې وژنې لاسلیک کړی. مونږ ډله ایزې وژنې ته نه وایو".


د دې مظاهرې لپاره د متحده ایالاتو د بیلا بیلو ښارونو څخه خلک پایتخت واشنګټن ډي سي ته راغلي و.

د جسمین ایمان په نامه یوه مظاهره چۍ چې نیویارک ایالت څخه پدې مظاهرې کې د ګډون لپاره راغلې وه ، د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې یې وویل چې دا ځل به د جمهوري رئیسي په انتخاباتو کې جمهور رئیس بایډن ته رایه ورنکړي ځکه چې د اسرائیل سره ټینګ ملاتړ څرګند کړی.

هغې وویل، "مونږ دیموکرات ګوند ته رایه ورنکړو. دا به یقیني کړو چې هغه کسان چې مونږ یې پیژنو د غزې له کبله د دیموکرات ګوند ته رایه ورنکړي".


ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې جو بایډن چې عمر یې ۸۰ کاله دی ښایي د جمهوري غوښتونکي ګوند د مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ سره په انتخاباتو کې سیالي وکړي.
د اسرائیل – حماس جګړه د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راهیسې چې د حماس وسله والو په اسرئیل ناببر برید وکړ او د ۱۴۰۰ څخه ډیر کسان پکې ووژل شول، پیل شوه.

اسرائیل د همدې برید په ځواب کې په غزې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، هوایي بمباري پیل کړه چې تر نن پورې روانه ده.

د غزې د عامې روغتیا مسؤلینو ویلي چې پدې بمباریو کې تر اوسه ۹۴۸۸ تنه وژل شوي چې په هرو دریو وژل شویو کې دوه یې میرمنې او ماشومان دي.

د اوربند غوښتنه

په واشنګټن کې د فلسطینیانو په ملاتړ دا پراخه مظاهره داسې مهال شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شنبې په ورځ د اردن په پایتخت عمان کې د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، قطر، مصر او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو سره کتلي دي.

د عربي هیوادونو دې مشرانو په غزې کې د امریکا د بهرنیو چارو په وزیر د اوربند کولو لپاره فشار راوړی و.

سره لدې چې د اردن او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په سمدستي توګه د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند غوښتنه کوله خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوربند به ګټور نه وي.

خو ښاغلي بلینکن وویل چې د "بشري وقفې" ملاتړ کوي تر څو مرستندویه مواد په غزې کې عامو خلکو ته ورسیږي.

د امریکا دې جګپوړي دیپلومات د اوربند په هکله وویل، " د اوس لپاره زمونږ نظر دا دی چې اوربند ښایي د حماس ډله پخپل حال کې پریږدي، هغوي به وکړی شي چې بیرته یو ځای شي او هغه څه وکړي چې د اکټوبر په اوومې یې کړی و".

ټاکل شوې چې تر دې وروسته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته ولاړ شي.

بلینکن داسې مهال ترکیې ته ځي چې د دې هیواد جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وویل داسې سوله ایزې غزه غواړي چې د یو خپلواک فلسطیني دولت برخه وي او سرحدونه یې د ۱۹۶۷ کال په شان وي، خودمختاري ولري او ختیځ بیت المقدس یې پایتخت وي.

ترکیې همدارنګه ویلي چې د اسرائیل نه خپل سفیر را غواړي.

اسرائیل تیره میاشت وروسته تر هغه د انقرې څخه خپل سفیر وروغوښت چې جمهور رئیس اردوغان حماس د آزادۍ جنګیالي وبلل او دا یې هم وویل چې د متحده ایالات، برتانیې او نورو غربي هیوادنو برعکس حماس د یو ترهګر سازمان په توګه نه پیژني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG