د لاس رسي وړ اتصالات

میدان وردګ کې لاریون کوونکو د کابل – کندهار لاره تړلې


د میدان وردګ ولایت یو شمیر اوسیدونکي په رسمي مکتوبونو کې د دغه ولایت د میدان وردګ په نوم د سبتولو لپاره دمخه هم لاریون کړی وو.
د میدان وردګ ولایت یو شمیر اوسیدونکي په رسمي مکتوبونو کې د دغه ولایت د میدان وردګ په نوم د سبتولو لپاره دمخه هم لاریون کړی وو.

د میدان وردګ ولایت په سلګونو اوسیدونکو نن د چهارشنبې په ورځ (زمري ۱۷ مه) د کابل – کندهار یویه لار، چې د میدان وردګ له ولایت څخه تیریږي د سهار راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

دا اعتراض کوونکي په حکومت کې د دغه ولایت د اوسیدونکو د سیاسي ګډون، د میدان وردګ ولایت مرکز ته د دولتي پوهنتون لیږد او په دولتي رسمي مکتوبونو کې د ولایت نوم د"میدان وردګ "په نوم ثبتول غواړي.

دغو اعتراض کوونکو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د غوښتنو تر منلو به د کابل- کندهار لویه لاره بنده وساتي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک، چې د اعتراض کوونکو په ډله کې شامل دی، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تر هغې، چې له کابل څخه د خلکو د غوښتنو د منلو لپاره میدان وردګ ولایت ته کوم پلاوي ور نه شی، نو دوی به دا لویه لار همداسې بنده وساتي.

ښاغلي هوتک وویل" نن اته بجې شاوخوا ۱۵۰۰ اعتراض کوونکو لومړۍ او دوهمه لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړله، تر هغې، چې له کابل څخه یو پلاوی را نه شي دا لار به خلاصه نه شي".

لاریون کوونکي وايي، افغان حکومت د یو پلاوي له لارې دوی سره خبرې کړې وې، خو حکومت بیا په کړو ژمنو عمل ونه کړ، نو اوس دوی غواړي، چې په دې مسلو مخامخ د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره خبرې وکړي.

احمدشاه ابدالی ترانسپورټي شرکت مرستیال حاجي احمدالله امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د لارې د تړلو له امله د سړک دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر بند پاتې دي.

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي هم د لاریون کوونکو له خوا د لارې تړل تائیدوي.

د میدان وردګ والي ډاکټر محمد عارف شاه جهان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې هڅه کوي، چې د خبرو له لارې دا لویه لار پرانیزي.

ښاغلي شاه جهان وویل، چې د دې لپاره، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د اعتراض کوونکو د استازو کتنه وځنډیدله، نو ځکه اعتراض کوونکو لویه لار وتړله.

شاوخوا اولس ورځې ږواندې په سلګونو اعتراض کوونکو د یو لاریون په ترڅ کې د میدان وردګ ولایت د والي دفتر وتړله او په حکومت کې د ټولو قومونو د ګډون او د میدان له درې څخه میدان ښار ته د دولتي پوهنتون د لیږدولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG