د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی


دا افغانستان ته د ولسمشر اوباما څلورم سفر دی .
دا افغانستان ته د ولسمشر اوباما څلورم سفر دی .
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له مخکې په یوه نااعلان شوي سفر افغانستان ته تللی چې، دغلته د طالبانو او ترهګرۍ په وړاندې دیارلس کلنې جګړې کې له بوختو لسګونه زرو امریکايي سرتېرو سره وګوري او مننه ترې وکړي .

ښاغلی اوباما د شنبې په شپه ( مۍ ۲۴) له واشنګټن نه روان شو او د بګرام په هوایي ډګر کې چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ لویه پوځي اډه بلل کیږي،ښکته شو .

د بګرام په هوایي ډګر کې به اوباما ته د پوځي قوماندانانو لخوا په افغانستان کې د امریکايي سرتېروه د ماموریت او وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ضد روانې جګړې په تړاوو معلومات ورکړل شي.

ولسمشر اوباما به هغو امریکايي سرتېرو سره هم لیده کاته کوي چې په افغانستان کې په جنګ جګړې کې ژوبل شوي دي .

تراوسه لا معلومه نه ده چې ولسمشر اوباما له خپل افغان سیال حامد کرزي او یا کوم بل افغان چارواکي سره هم د لیدو کاتو پلان لري که څنګه ؟

په دغه سفر کې له ولسمشر اوباما سره د امریکا مشهور سندرغاړی براډ پیزلي هم مل دی چې، د سرتېرو د یاد د ورځې په مناسبت، امریکايي پوځیانو ته هنر ښودنه وکړي .

لا معلومه نه ده چې ولسمشر اوباما د څومره وخت لپاره په افغانستان کې پاتې کیږي .


ولسمشر اوباما داسې مهال افغانستان ته تللی، چې دغلته د دویم دور انتخاباتو لپاره کمپاینونه روان دي .
ولسمشر اوباما داسې مهال افغانستان ته تللی، چې دغلته د دویم دور انتخاباتو لپاره کمپاینونه روان دي .
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د یوه لوړ پوړي امرکایي چارواکي له خولې وايي، ښاغلی اوباما به ډېر ژر دا پرېکړه اعلان کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره سرتیري پرېږدي .

ټاکل شوې چې د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتل پیل کړي، خو یو شمېر به یې افغان پوځ ته د روزنې او مشورې ورکولو لپاره دغلته پاتې وي .

کابل ته دا د ښاغلي اوباما څلورم سفر دی ، دغه سفر داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې د دویم دور انتخاباتو لپاره کمپاینونه روان دي چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی په کې له یو بل سره سیالي کوي .

دغو دواړو کاندیدانو ویلي چې هر یو یې ولسمشر شو، له امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیک کړي، هغه تړون چې ولسمشر کرزي یې د لاسلیک کولو لپاره ځینې شرطونه اېښي دي .

په دغو شرطونو کې یې هم د امریکا له لورې د سولې د خبرو میز ته د طالب وسله والو راوستل دي .

افغانستان ته د ښاغلي اوباما تر رسېدو لږ د مخه افغان کابېنې د امریکايي او برتانوي سرتېرو له لوري په افغانستان کې د تلیفوني مکالمو او خبرو اترو اورېدل او ثبتول وغندل .

د افغانستان د وزیرانو په غونډه کې دغه کار د افغانانو پر مدني حقونو او د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا یو ښکاره تیری وبلل شو.

افغان حکومت له هغه وروسته دغه غبرګون وښود چې ځینو نړیوالو رسنیو د یوکيلیکس هغه راپورونه خپاره کړل چې، ګنې امریکايي او برتانوي سرتیرو د افغانانو ټولې تیلیفوني مکالمې او خبرې اورېدلي دي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG