د لاس رسي وړ اتصالات

"اوباما د افغانستان د جگړې په هکله له نویو شکونو سره مخ دی"


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی کله چې جمهوررئېس اوباما دتېرکال په ډسیمبر کې دافغانستان لپاره نوی ستراتېژی اعلان کړله نو هغه ېومهال وېش وټاکه چې د ٢٠١١ په اوړی کې به دامرېکا يی عسکرو د راوتلو کار پېل شی.

دهغه دلېل داو چې په دې توگه دافغان حکومت سره د بېړي احساس پېدا شی او په جگړه کې به مخکښ نقش ولوبوی.

په داسی حآل کې چې هغه داومنله چې دامرېکا صبر اوحوصله په تارېخ کې دټولونه اوږده جنگ په برخه کې حدونه اوبرېدونه لري.

خو په تېرو دوه اونېوکې په ډېرو ځاېونو کې ښاغلی اوباماته داخبره ورېاده کړی شوه چې دده مقصد، د ېوه امرېکا ېې قوماندان په وېنا هغه توره ده چې دواړه خواوې ېې تېرې او غوڅونه کوي.

دا دوه دوه سري توره لکه څنگه چې د سپېنی ماڼی پرسررازوړنده ده په هماغه ډول د حامد کرزی په سرهم رازوړنده ده.

ورځپاڼه لېکی چی په جگړه کې، سږ کال دېادولو پرمختگ ندی شوی نو له همدی امله نوی شکوک اوشبهات دلته او په خارج کې راپېدا شوېدی چې اېا ښاغلی اوباما به دعسکرو د کمولو هغی اندازی ته ورسېږی چې هغه دامرېکا د مامورېت لپاره ټاکلی دی.

ښاغلي اوباما ٧ مېاشتی مخکی دغه هدف دوېست پواېنټ په نظامی اکاډېمی کې د خپلې وېنا په ترڅ کې ټاکلی و.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې اوس په دې مسله باندی تود بحث روان دی چې اېا داجگړه په هغه قېمت ارزی څومره چې پرې لگېږی.

داهغه بحث دی چې ښاغلی اوبامانه غواړی ترهغه وخت پورې پکې برخه ولری؛ څو پورې چې طالبانو داسی تاوانونه نه وي لېدلی چې هغوی سولی ته لېوال شی.

خو لکه څنگه چې ېو اوړی مخکی هېله شوی وه؛ پېښو په هغه ډول انکشاف ونکړ.

ورځپاڼه لېکی چې ښاغلي اوباما، په دې ترڅ کې هغه مهم سېاستوال او ستراتېژي جوړوونکي له لاسه ورکړل چې استدلا ل به ېې کاوه چې د اوسني لارې د ادام گټی، د یوکال او یا ښايي زېات وخت لپاره، له هغه لگښت او تاوان نه ډېرې زېاتی دي، چې په جگړه کې ورځ په ورځ زیاتیږي.

ورځپاڼه لېکی چې دوه مېاشتی کېږی چې دېموکراتانو په کانگرېس کې په بېلونو ډالره. د جگړی د اضافې لگښت په نامه معطل کړېدی.

دغی غوښتنی ته ورته غوښتنی د پخوانی جمهوررئېس جورج بش په وخت کې په دی اندازه نه وی معطل شوی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاْڼه په پای کې لېکی چی د جمهوررئېس اوباما د خارجی پالېسی سلاکار سناتور ریچرد لوگر استدلال کوی چې د افغانستان په مسله کې وضاحت اوروښانتېا د جمهوررئېس په مهال وېش کې نه خلاصه کېږی.

هغه وايی چې ددغه مامورېت دواړه ډلی مشران نظامی ا وملکی دمامورېت دکامېابی لپاره دېوه واضح اوروښانه تعرېف نه پرته پر مخ روان دی؛ هغه ووېل چې موږ د څولسېزو لپاره د امنیت، کاراوروزگار پېدا کولو، ښی حکومتدارئ، او د ښځو دحقوقو په برخه کې پرمختگ کولی شو خو هېڅکله به ېوې قانع کوونکي نتېجی ته ونه رسېږو.

دامرېکا متحدېن هم دېته ورته اندېښنی لری. دبرتانېې صدراعظم ډېوېډ کېمېرون په سپېنه ماڼی کې له جمهوررئېس اوباما سره په خپل ملاقات کې کوشش وکړچې داسی خبری وکړی ته به وايي چې دی او اوباما په دې برخه کې سره ورته نظرلری.

خو د بی بی سی له ېوه خبرېال سره په مرکه کې هغه ووېل چې موږ په په راتلوونکېو پنځوکلونو کې هلته په افغانستان کې نه ېو.

د جرمنی ددېر شپېگل نړېواله ورځپاْڼه د جولای په ٢١مه دافغانستان د نړېوال کنفرانس په هکله لېکی: هغه کنفرانس چې کنفرانس نه و.

دناټو دېپلوماتانو دافغانستان په هکله بدو خبرونوته هېڅ پاملرنه ونکړه.

په دې توگه دناټو خارجه وزېرانو، د سه شنبی دورځی په کنفرانس کې په کابل کې هغه څه واورېدل چی ددوی زړه غوښتل.

هغوی دنېاته ډاډ گېرنه ورکړه چې له افغانستان څخه په ٢١۴مېلادی کې دعسکرو وتل پېل کېږی. خو واقعېتونه بالکل بل څه دي.

دېر شپېگل لېکی په اخر کې ددی کار ېوازېنی گټه جمهوررئېس کرزی ته رسېږي چې همدا اوس غواړی داسی لاری چاری ولټوی چې د ناټو دعسکرو له وتلو نه وروسته دخپل قدرت ستنی ښی پخی او سېمټي کړی.

دېرشپېگل واېې چی داوېا ملکونو مشران، بان کېمون اوهېلری کلنټن دا ټول په بېړه کابل ته راغللی اوښار ېا ددی هېواد شاوخواېې ونه لېدله.

دهغوی راتگ په خپله غټی هېلی راوپارولی، ځکه چې، له ډېروخت نه وروسته په کابل کې اولنی نړېوال کنفرانس و.

خو دافغانستان خواشېنوونکي واقعېتونه په دروازه کې پاتی شول. په کنفرانس کې په عواقبو باندی ډېرکم بحث وشو او تحلېلونه کمزوري وو.

د کنفرانس ېوازېنی هڅه داوه چې ېو مشترک مقصد اعلان شي.

ناټو اومتحدېن ېې غواړی چې له افغانستان نه ووزي. په دې توگه واقعېت باېد په مختلف ډول وړاندی شوی وای او یا په بشپړ ډول له ن‍ظره غورزول شوی وای ددی لپاره چې له افغانستان څخه وتل په راتلونکې نېژدی کې رېښتوني او مدلل ښکاره شي.

په دې توگه هغه کسان چې په کنفرانس کې وو، هغه څه ېې واورېدل چې غوښتل ېې . دواړه خواوو متحدېنو او افغانانو ېو بل ته ډاډ ورکړ چې دوی مشترک اهداف سرته رسولی شي.

XS
SM
MD
LG