د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتونخوا اعلي وزیر: د اسلام اباد په لوري لاریون د لکي مروت نه پیل کېږي

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي چې د تحریک انصاف ګوند لاریون به د پلان سره سم د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۴مه] د لکي مروت له ګنډي چوک څخه پیل او تر هغه وخته به دوام ومومي چې "د اساسي قانون برلاسي" تضمین او "د قانون حاکمیت" رامنځته شي.

دغه ایالتي مقام د شنبې په ورځ [اکټوبر ۳مه] په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل چې د پاکستان اساسي قانون د سوله ییز احتجاج حق تضمینوي.

افریدی ټینګار کوي چې د تحریک انصاف ګوند ټولې غوښتنې د اساسي قانون او نورو قوانینو سره سم مطرح کېږي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړه: "د اکټوبر په ۴مه د خلکو سمندر به خپله مبارزه د لکي مروت له ګنډي څخه پیل کړي او تر هغه به دوام ورکړي چې په پاکستان کې د اساسي قانون برلاسي، د قانون حاکمیت او یوه خپلواکه قضايه قوه بیا په ځای شي."

د تحریک انصاف ګوند مشري عمران خان کوي چې د ۲۰۲۳ کال راپدې خوا د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی. دغه ګوند اوس په خېبر پښتونخوا کې واکمن دی.

افريدي لیکلي چې ترهګري د خیبر پختونخوا او پاکستان د خلکو لپاره کومه "روایتي جګړه" نه ده. ده د عمران خان په حواله زیاته کړې چې پر خپلو خلکو د پوځي عملیاتو ترسره کول او د هغوی بې ځایه کول د ستونزو دایمي حل لاره نه ده.

د ګوند غړو پلان درلود چې د سپټمبر په ۲۷مه د خان د خوشې کولو لپاره د فشار راوړلو په موخه لاریون پیل کړي خو دغه پرېکړه پخپل وخت عملي نشوه او لاریون د اکټوبر څلورمې نېټې ته وځنډول شو.

دوه کاله وړاندې د تحریک انصاف ګوند پراخ احتجاج له امنیتي ځواکونو سره په سختو نښتو پای ته ورسېد.
پاکستان له څو ورځو راپدې خوا اسلام اباد ته په ورغلو لویو لارو کې کانټینرونه اېښي او زرګونه پوځیان یې ځاي پرځاي کړي دي.

په همدې حال کې د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري په مشرۍ یوه غونډه رابلل شوې چې په د هغه هېواد په ځانګړې توګه د خېبر پښتونخوا امنیتي حالات وارزوي.

د پاکستان د ولسمشر په اېکس پاڼې کې ددغې غونډې جزئیات خپاره شوي او لیکل شوي چې د غونډې برخه والو په خېبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

خپرپاڼه پرته لدې چې د تحریک انصاف ګوند لاریون ته اشاره وکړي لیکلي چې غونډه د فدرال حکومت او د پاکستان د خلکو د ګوند ګډ پلاوي ته دنده سپارلې وه چې په روان امنیتي وضعیت د تحریک انصاف ګوند له مشرتابه سره وګوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG