د لاس رسي وړ اتصالات

د پي ټي ایم مشران د 'پاکستاني عسکرو' د ډزو نه خوندي وتي


د پي ټي ایم په مشرانو د تح‏ریک د یو وژل شوي غړي د جنازې په مراسمو کې د گډون نه وروسته په لاره ډزې شویدي

د پښتون تحریک د مشرانو منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ برسیره د لسگونو کسانو یوه کاروان د ابراهیم ارمان لوڼي د جنازې په مراسمو کې د گډون نه وروسته بیرته سفر کاوه چې په لاره کې پرې د محسن داوړ له قوله 'امنیتي چارواکو' ډزې وکړې.

د پښتون تحریک یو مشر محسن داوړ په یو ټویټ کې ولیکل چې د پاکستان د پوځ یو چارواکي پرې ډزې کړیدي، موټر یې لگیدلی خو هغوي خوندي دي.

د کاروان سره مل د پي ټي ایم یو غړي ادریس محسود د پیښې په وخت فیس بک لایئو کاوه. د هغه کیمره بنده ده خو غږونه یې اوریدل کیده.

د تحریک غړیو دغه پیښه سمدستي غندلې ده او د حکومت نه یې غوښتي دي چې په بی وسلې کسانو دې حمله نه کوي.

د پي ټي ایم غړي ثنا اعجاز په خپل ټویټر ولیکل

"د دولت د ارمان لوڼی په قتل لا زړه ندی یخ شوی نو اوس یې په منظور پښتین، علي وزیر او محسن ډزې کړیدي. د خدای شکر دی چې هغوي ته خیر شویدی."

د قافلې سره شریک د تحریک یو غړي امریکاغږ ته د نوم نه ښودولو په شرط وویل چې "کله د پاکستان امنیتي ځواکونو د علي وزیر په موټر ډزې پیل کړی نو هغه ورته د موټر نه د باندې ووت او ورته یې وویل چې داسئ، ما ووژنئ چې تاسو خوشحاله شئ."

د یادونې وړ ده چې دغه کسان لا اوس هم په لاره په سفر کې دي او وایي چې شاوخوا د دولسو پنځلسو موټرو کاروان ورسره دی.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې د پي ټي ایم د دغه تورونو په اړه څه ندي ویلي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG