د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ووژل شو


ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی و.
ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی و.

د بلوچستان ایالت د لورلای په ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی، ارمان لوڼی ووژل شو. دا څلورمه ورځ وه چې ارمان لوڼي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د بلوچستان ایالت په لورلایي کې پرلت کړی و.

عیني شاهدان وایي چې پولیسو دوه ورځې وړاندې ارمان لوڼی او ملګري یې د ټوپکو په قنداغونو وهلي و او د پرلت د ختمولو غوښتنه یې کړې وه خو هغوي انکار کړی و. ارمان لوڼی د پولیسو په برید کې سخت ټپي شوي و چې نن یې په روغتون کې سا ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ غړي ارمان لوڼي وروستۍ خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:21:02 0:00

په کوټه کې د امریکا غږ خبریال جمیل خان وایي چې پرلت کوونکو د ارمان لوڼي جنازه د پرلت په میدان کې ایښې او د عدالت غوښتنه کوي. د ارمان لوڼي د ورور تر څنګ د هغه خور وړانګه لوڼۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړې ده.

وړانګې لوڼۍ امریکا غږ آشنا رادیو سره په یوې مرکې کې ویلي و چې د مبارزې تر ټولو غټ ملاتړی یې ورور (ارمان لوڼی) دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن داوړ ویلي دي چې "دولت به د ارمان لوڼي د مرګ ځواب وایي". ښاغلي محسن د پښتون ژغورنې غورځګ د غړیو نه غوښتي دي چې تشدد دې نکوي. داوړ ویلي دي چې ارمان لوڼی پولیسو وژلی او د هغه مرګ یې "تر ټولو دردناک" خبر یاد کړی.

په همدې حال کې پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک د ارمان لوڼي وژنه "دسیسه" ګڼلې او د ځوانانو نه یې غوښتي چې تشدد دې نکوي. ښاغلي خټک په ټویټر کې لیکلي چې ارمان لوڼی امنیتي ځواکونو وژلی او د هغه د قاتلینو سره باید حساب شي. افراسیاب خټک د ارمان لوڼي وژل کیدل "ډیر درناک" خبر یاد کړی.

XS
SM
MD
LG