د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو افغانستان کې د پوبجې ګېم او ټیک ټاک بندولو امر کړی


د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پوبجې ګېم (PUBG) او ټیک ټاک اپلېکېشن بندولو امر کړی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن پنجشنبه اپرېل ۲۱ (غوايي لومړۍ» ویلي چې کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه اقدام وکړي.

سمنګاني زیاته کړه:" د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت موظف دی چې پوبجي (PUBG) ګېم او د ټک ټاک په نوم اپلېکېشن چې د ځوان نسل د ګمراهۍ سبب کیږي، بند کړي. په همدې ترتیب د یو شمېر هغو چینلونو چې غیر اخلاقي پروګرامونه خپروي، د امکان تر بریده مخنیوی وکړي."

تر طالبانو وړاندې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان پخواني حکومت هم په په موقتي ډول پر پوبجي لوبې بندیز لګولی و.

هغه مهال د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ویلي و چې دغه هېواد کې په موقتي ډول پر پوبجي لوبې بندیز لګول شوی دی.

د هند او پاکستان وروسته افغانستان دریم هېواد دی چې د دغه لوبه پکې تړل کیږي.

پوبجي څه ډول لوبه ده؟

پوبجي په ګرځنده ځیرکو ټیلیفونونو کې په انلاین ډول لوبول کیږي. دغې لوبې کې سل لوبغاړي یوې سیمې ته د الوتکې په واسطه لېږدول کیږي.

په دې سیمې کې لوبغاړي د وسلو راټولول پیلوي او یو بل وژني تر څو د لوبې وروستی لوبغاړی یا وروستۍ ډله د ډګر ګټونکې شي. یو لوبغاړی یا تر څلورو پورې لوبغاړي کولی شي په ګډه لوبډله جوړه کړي.

دغه لوبه د نړۍ یو تر ټولو نامتو او ډېره ډونلوډ شوې لوبه ده چې په یوه وخت کې یې د ۳،۲ میلیونو ډېرو کاروونکو لوړ ریکارډ هم جوړ کړی دی.

پوبجي په ۲۰۱۷ کې د لوبو بازار ته راغله. د امریکا غږ رپوټ پر بنسټ دغه لوبه د ۲۰۱۹ کال په سر کې افغان ځوانانو لوبوله.

XS
SM
MD
LG