د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د غلې موافقې احیا کولو لپاره د پوتین شرط: غرب دې زمونږ غوښتنې ومني


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دوشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) ویلي تر څو پورې چې غربي هیوادونو د روسیې د کرنیزو صاداراتو په هکله شرایطو ته غاړه نه وي ایښي، د اوکراین د غلې موافقه بیرته نشي ژوندۍ کیدی.

ترکیې او ملګرو ملتونو د تېر کال په اوړي کې له روسیې سره د خوراکي توکو د نړیوال کړکېچ د کمولو په خاطر یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د تور سمندرګي له لارې اوکراین ته د غلې دانې د صادراتو اجازه ورکړل شوه، خو دا تړون د جولاۍ په میاشت کې وروسته له هغه وځنډول شو چې مسکو له دغه تړون څخه ووت او نوی یې نه کړ.

روسیې شکایت درلود چې د اوکراین د غلې دانې په موافقې کې دا ژمنه شوې وه چې مسکو به اجازه ولري کیمیاوي سره او خوراکي مواد صادر کړي خو زیاتوي چې د دې موافقې درناوی ونشو.

ښاغلي پوتین چې ټاکل شوې د روسیې د سوچي په ښار کې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب ادروغان سره وګوري وویل چې د روسیې د کرنیزې سوداګرۍ د لیږد رالیږد په برخې کې لګول شوي بندیزونه چې تر څو پورې لیرې شوي نه وي، دا هیواد به هم د اوکراین د غلو موافقه بیرته احیا نه کاندي.

پوتین دا هم وویل که دا محدودیتونه لیرې شي، روسیه به څو ورځې وروسته بیرته ددې موافقې سره یو ځای شي.

د اوکراین د غلې دانې د صادراتو موافقه په نړۍ کې د خوراکي موادو برابریدو لپاره ډیره مهم ده، په ځانګړې توګه د منځني ختیځ، افریقایي او آسیایي هیوادونو لپاره خو د ښاغلي پوتین د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې د ترکیې د جمهور رئیس سره خبرې یې بې نتیجې شویدي.

د ترکیې ولسمشر تیره اوونۍ ویلي و چې لاهم تمه لري د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به ترکیې ته سفر وکړي، ځکه چې انقره د هغه تړون د بیا رامینځته کیدو هڅه کوي چې اوکراین ته اجازه ورکوي د تورسمندرګي له لارې غله صادره کړي.

په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس ویلي چې لا هم نا هیلی ندی او ویلي یې دي چې ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډه د وړاندیزونو نوي اسناد برابر کړي او هیله یې څرګنده کړې چې د دې نویو وړاندیزونو له برکته به دا ستونزه حل شي.

ښاغلي اردوغان پدې هکله خبریالانو ته وویل، " ګمان کوم یو حل ته به ورسیږو چې په لنډ وخت کې به توقعات پوره شي".

د ترکیې جمهور رئیس همدرانګه د اوکراین څخه هم غوښتي د غلې دانې پدې موافقې کې د روسیې په هکله پخپل دریځ کې دې نرمښت وښیي.

که څه هم ترکیه د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان غړې ده، خو دغه هېواد په اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل وروسته توانیدلی چې د مسکو او کیف سره دوستانه اړیکې وساتي.

روسیې په وار وار د اوکراین بندرونه په نښه کړي، د دغه هیواد حیاتي زیربناوې او تاسیسات یې ویجاړ کړي او تر ۱۸۰ زره ټنو زیات غله یې له منځه وړي دي. مسکو خبرداری ورکړی چې په تور سمندرګي کې به ټولې کښتۍ د وسلو د لیږد د انتقالاتو په توګه وګڼي او له همدې امله به ټولې کښتۍ د دوی د ځواکونو مشروع هدفونه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG