د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو سره د امریکا او لویدیځو هیوادونو تازه سرخوږی


د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پولنډ او لیتوانیا سرحد ته نږدې په کلینن ګراد سیمې کې د روسیې د نوي راکټي سیسټم ځای پرځای کول د اروپا د امنیت لپاره خطرناک بولي.

مسکو د دوشنبې په ورځ د اس ۴۰۰ او اسکندر راکټونو له ځاي پرځای کولو سملاسې وروسته وویل چې دغه ګام یې د ناټو د ګواښونو د مخنیوي په موخه پورته کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د تازه پوځي اقداماتو په غبرګون کې وایې چې مسکو دې له هغو خوځښتونو او بیاناتو څخه ډډه وکړي چې په اروپا کې امنیت او ثبات ګواښي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وایي "موږ پوهېږو چې روسیه ددې حق لري چې پخپله خاوره کې د خپلو متعارفو اټومي وسلو تمرینات ترسره کړي خو په کلینن ګراد کې د اسکندر او اس ۴۰۰ راکټونو ځاي پرځاي کول د اروپا امنیتي ثبات زیانمنوي."

د روسیې د انترفاکس خبري آژانس خبر ورکړ چې د هېواد پوځیانو یې د دوشنبې په ورځ په کلینن ګراد سیمې کې د اس ۴۰۰ او اسکندر راکټي سیسټم ځای پرځای کړل.

نوی راکټي سیسټم د کروز توغنديو د توغولو وړتیا لري او کولی شي چې د ۴۵۰ کیلومترو په واټن کې کښتۍ او نور اهداف په نښه کړي.

دې سره جوخت د روسیې جمهور رئیس، ولادیمیر پوتین له یو امریکایی فلم جوړونکي سره مرکې کې ګواښ کړی چې که چیرې مسکو د ناټو له خوا له تهدید سره مخامخ شي نو پر ضد به یې په ورته اقدام لاس پوری کړی.

د روسیې جمهور رئیس ویلي "ډیر ژور عواقب به ولري. دلته یو ټکی شته چې زه غواړم ورته اشاره وکړم. ولي موږ د ناټو د پراخیتا پر وړاندې دومره حساس یو؟ موږ د پریکړو له بهیر څخه اندېښمن یو. زه پوهیږم چې څنګه پریکړې کیږي. همدا چې یو هېواد د ناټو غړېتوب ترلاسه کړي نو د متحدو ایالتونو په څېر د یو ستر هېواد فشارونو په وړاندې مقاومت نشی کولي. او ډیر ژر هلته هر څه څرګندیدي شي، راکټي دفاعي سیسټم، پوځي اډې او که اړتیا وي راکټي سیسټمونه ځاي پرځاي کیږي."

په تیرو کلونو کې روسیې په خپلو سرحدونو کې پراخ پوځي تمرینات ترسره کړي او ورسره یوځاي خپل دفاعي سیسټم پیاوړی کړی.

د امریکا په ملي دفاع پوهنتون کې د نړیوال امنیت کارپوهان کلینن ګراد کې د روسیې د نوي راکټي سیستم ځاي پرځاي کول د یو خاص مقصد لپاره بولي.

د ملي دفاع پوهنتون پیټر ایلتسوف د سکایب له لارې امریکا غږ ته وویل "کرملین غواړي چې د امریکا نوی جمهور رئیس وآزمایي او دا يې ښه وخت دی. دې ته ورته یو څه په ۲۰۰۸ کال کې پېښ شول کله چې اوباما وټاکل شو."

هاخوا ناټو هم د روان کال په لومړیو کې په پولنډ او ورڅېرمه سیمو کې پراخ پوځي تمرینات ترسره کړي دي څو له غړو هېوادونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG