د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: یوه ډله چې د لومړي وزیر پوتین د وژلو نیت یې درلود نیول شوې


روسیه: یوه ډله چې د لومړي وزیر پوتین د وژلو نیت یې درلود نیول شوې
روسیه: یوه ډله چې د لومړي وزیر پوتین د وژلو نیت یې درلود نیول شوې

د روسیې دولتي تلویزیون وایي چې د روسیې او اکراین مقاماتو یوه ډله چې گومان کیږي د صدراعظم پوتین د وژلو هڅه یې کوله ، نیولې ده. دغه تلویزیون نن وویل چې دغو مشکوکو کسانو دسیسه جوړوله چې ښاغلی پوتین په مسکو کې د مارچ په څلورمه د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه سمدستی وروسته ووژني.

دغه رپوټ وویل دا مشکوک کسان د اوکراین د تورې بحیرې په بندري ښار اودیسه کې ونیول شول.

رپوټ د اکراین د امنیتي مامورینو له قوله وایي چې دا مشکوک کسان د دې کال په سر کې د هغې چاودنې نه وروسته ونیول شول چې د بم جوړولو تمرین یې کاوه او بم وچاودیدی.

رپوټ وایي چې دغوکسانو هغې ډلې ته کار کاوه چې غواړي د روسیې په شمال کې اسلامي دولت جوړ کړي. رپوټ د هیڅ امنیتی مامور نوم نه دی اخیستی.

د ښاغلي پوتین نطاق د ایتارتاس خبري اژانس سره په مرکه کې دا خبر تایید کړی خو نور تفصیل یی نه دی ورکړی.

ډیره توقع شته چې لومړی وزیر پوتین به د مارچ په انتخاباتو کې ، د دوه زرم کال نه تر دوه زره او اتم کال پوري د دوه ځلی جمهوری ریاست نه وروسته دریم دور بیا ولسمشر شي. مسکو دجمهوري ریاست دوره شپږ کاله کړیده.

که چیري ٥٩ کلن پوتین بیا انتخاب ش‍ي نو تر ٢٠٢۴ کاله پورې به دوه دورې چې دوولس کاله کیږي په قدرت کې پاته وي.

XS
SM
MD
LG