د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی ملا د ماډلې قندیل بلوچ د ممکنه قتل په تور زنداني شوی


ملا مفتي عبدالقوي محکمې ته د حاضرۍ په وخت
ملا مفتي عبدالقوي محکمې ته د حاضرۍ په وخت

د پاکستان یوې محکمې پرون د چارشنبې په ورځ یو ملا بندي کړیدی. په هغه باندې تور دی چې د یوې پاکستانۍ ماډلې قندیل بلوچ په قتل کې ممکنه ککړ وي. قندیل بلوچ په ٢٠١٦ کال کې وژل شویده.

د پاکستان د محکمې چارواکو وویل چې قاضي د مشهور ملا مفتي عبدالقوي محکمې ته د راتلونکې حاضرۍ پورې زندان ته د لیږلو فیصله کړیده. مفتي قوي به د نومبر په ٧ نیټه محکمې ته بیا حاضر شي.

د پاکستان محکمې دغه امر د هغې نه وروسته وکړ چې پاکستاني پولیسو د یوې مشهورې ماډلې قندیل بلوچ د قتل په هکله تحقیقات شروع کړیدي او پولیس وایي چې ممکن مفتي قوي په دغه قتل کې ککړ وي. پولیس به په راتلونکي حاضرۍ کې د تحقیقاتو تفصیل شریک کړي.

قندیل بلوچ په خپل کور کې چې په ملتان کې دی، وژل شوي وه. قندیل د وژل کیدو نه څو ورځې مخکې د مفتي قوي سره ملاقات کړی و او د هغه سره یې خپل عکسونه په فیس بک کې اچولي وو.

ماډله قندیل بلوچ
ماډله قندیل بلوچ

د قندیل بلوچ ورور د هغې د قتل مسولیت منلی دی او هغه اوس په زندان کې دی.

په پاکستان کې هر کال شاوخوا ١٠٠٠ تنه ښځې د خپلې کورنۍ د غړو د لاسه د ناموس په نوم وژل کیږي

XS
SM
MD
LG