د لاس رسي وړ اتصالات

قانوني: انتقالي حکومت مشرۍ لپاره کرزی نړیوالو غوره کړی و


محمد یونس قانوني د " بن" په کنفرانس کې د متحدې جبهې مشري کوله
محمد یونس قانوني د " بن" په کنفرانس کې د متحدې جبهې مشري کوله

د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانیلومړی مرستیال محمد یونس قانوني وایي، چې د ۲۰۰۱میلادي کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان په هکله په کنفرانس کې د انتقالي حکومت د مشر په توګه د حامد کرزي د ټاکلو وړاندې نړیوالې ټولنې هغه د دغې څوکۍ لپاره غوره کړی وو.

محمد یونس قانوني د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د حقوقي او سیاسي مطالعاتو په موسسه کې "د بن کنفرانس ناویلو" تر نامه لاندې په یوه ناسته کې ګډونوالو ته وویل، د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان د زعامت لپاره د بن له کنفرانس دمخه د حامد کرزي پر نوم سلا کړې وه.

هغه وویل، چې کله افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی جیمز دابس د طالبانو د بدیل د طرحې په سر د خبرو لپاره پاکستان ته ولاړ او کله چې هغه د پاکستان د آی اس آی د وخت مشر احسان الحق سره د انتقالي حکومت د مشرۍ لپاره د حامد کرزي د ټاکلو مسله مطرح کړه، د آی ایس آی مشر هم ورسره د هغه ټاکل ومنل .

ښاغلي قانوني وویل " ددې خبرې معنی داده چې آی اس آی پوهیده چې کرزی د امریکا د پام وړ یوه څیره ده ".

محمد یونسقانوني وویل، نړیوالو غوښتل، چې یو " پښتون" د طالبانو د بدیل په توګه د انتقالي حکومت مشر شي.

ښاغلي قانوني وویل " دا خبره سمه نه ده، چې ښاغلی کرزی په بن کنفرانس کې ټاکل شوی وه.تاسو پوهیږئ چې په کنفرانسونو کې ستر تصمیمونه نه نیول کیږي، بلکې دغسې پریکړې مخکې له کنفرانس څخه کیږي".

محمد یونس قانوني، چې د " بن" په کنفرانس کې، یې د هغه وخت د څلورو مطرحو سیاسي او پوځي خوځښتونو له ډلې په دغه کنفرانس کې د متحدې جبهې مشري کوله، هغو انګیرونو ته هم ځواب ووایه، چې ویل کیږي، ښاغلي کرزي د " بن" په کنفرانس کې د دغه کنفرانس د ګډون کوونکو له ډلې یوازې د دوو ملاتړ در لود او یوولس نورو د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د عدلیې د وزیر عبدالستار سیرت ملاتړ کوه.

محمد یو نس قانوني دا ومنله چې نړیوالې ټولنې پر ښاغلي سیرت د دې له امله فشار راړی وو، چې هغه د خپلې نوماندۍ تیر شي.

د " بن" په کنفرانس کې محمد یونس قانوني د متحدې جبهې، د عبدالستار سیرت د روم د بهیر،سید حامد ګیلاني د پیښور د مجاهدینو او همایون جریر د قبرس د بهیر په نوم د ډلو مشري کولې.

ښاغلي قانوني وویل،متحده جبهه د " بن" د کنفرانس اصلي اړخ وو.

ښاغلي قانوني زیاته کړه که چیرته متحدې جبهې د بن په کنفرانس کې قرباني نه وی ورکړې یو ځل بیا افغانستان به د کورنیو جګړو په لور تلی وه.

په دغه ناسته کې د افغانستان د جمهور رئیس پخواني لومړي مرستیال دا هم ومنله، چې د نوې کابینې د جوړیدو په برخه کې د افغانستان په پخواني جمهور رئیس برهان الدین رباني باندې هم نړیوال فشارونه موجود وو، چې له امله یې هغه اړ شو، چې په کابل کې د نوې کابینې د جوړیدلو په سر د بحث پرځای ده ته د خپلې خوښې نوماند وزیرانو یو ۶۲ کسیز لیست ورواستوي.

ښاغلي قانوني وویل، بیا له هغه لیست څخه ۱۷ تنه د موقت حکومت په کابینه کې د وزیرانو په توګه غوره شول.

XS
SM
MD
LG