ترکیې او قطر دفاعي ګډ تړون لاسلیک کړ

د ترکیې او قطر د ګډې دفاع همکارۍ دا تړون په استانبول کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني تر لیدنې وروسته اعلان شو.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه تړون د دواړو هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.

د ګډې اعلامیې له مخې، ترکیه او قطر به د امنیتي ګواښونو او دفاعي تګلارو په اړه سلا مشورې کوي، ګډ پوځي تمرینونه به پراخوي او د دفاعي صنعت او پوځي پرسونل د روزنې په برخو کې به همکاري زیاتوي.

خو په اعلامیه کې دا نه دي روښانه شوي چې د دواړو هېوادونو پر یوه لوري د برید په صورت کې به د تړون له مخې ګډ غبرګون څه ډول وي.

دا تړون په داسې وخت کې لاسلیک کېږي چې په منځني ختیځ کې د پوځي کړکېچ د بیا زیاتېدو اندېښنې موجودې دي. دواړو هېوادونو د ایران پر وړاندې د جګړې او د هغې د سیمه‌ییزو اغېزو د حل لپاره پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.

ترکیې او قطر همداراز د انرژۍ، په ځانګړي ډول د مایع طبیعي ګاز د سوداګرۍ په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا هوکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG