د لاس رسي وړ اتصالات

قطر او ترکیه د کابل د هوایي ډګر په بیا پرانیستلو کې د طالبانو سره کار کوي


د کابل هوایي ډګر د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته تړل شوی.
د کابل هوایي ډګر د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته تړل شوی.

د قطر چارواکي وایي د طالبانو سره کار کوي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ژر تر ژره بیرته پرانیستل شي.

د دوحې نه یوه الوتکه نن پجنشبه د کابل په هوایي ډګر کې ښکته شوې چې د هوایي ډګر د امنیت او عملیاتي اړخ په هکله د څیړنې یوه ډله پکې سپره وه.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي هیله لري هر څومره ژر چې امکان ولري، د کابل هوایي ډګر به فعالیت پیل کاندي. شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلی، " دا د طالبانو لپاره ډیره مهمه ده چې خپله هغه ژمنه وښیي چې ویلي و خلکو ته چې غواړي د افغانستان نه ووځي، خوندي لار ورکوي. "

د قطر دې چارواکي هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به "ښه خبر واورو". د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د بیرته پرانیستلو په خبرو کې ترکیه هم برخه لري او هیله یې وښوده چې ترکیه به په تخنیکي چارو کې همکار وکړي.

قطر د طالبانو سره چې د تیرې میاشتې په ۱۵مې یې کابل ونیوه، نږدې اړیکې لري.
ترکیې هم نن پنجشبنې سپټمبر ۲ (وږي ۱۱) ویلي چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په هکله د طالبانو غوښتنه ارزوي. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې د هوایي ډګر دننه او بهر امنیت تر هر څه مهم دی.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي هوایي چلند د ادرې یو چارواکي د الجزیرې تلویزیوني شبکې ته ویلي چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه به الوتنې ژر پیل شي. دغه چارواکي ویلي چې داخلي پروازونه به د جمعې په ورځ پیل شي.
د افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د قطر یوه جیټ الوتکه د چارشنبې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې کښیناسته.




XS
SM
MD
LG