د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان پایتخت خرطوم کې د قطر سفارت لوټ شوی


تر اوسه معلومه نده چې د قطر سفارت کومې ډلې لوټ کړی خو ملامتي یې د چتګ ملاتړ په ځواکونو اچول شوې.
تر اوسه معلومه نده چې د قطر سفارت کومې ډلې لوټ کړی خو ملامتي یې د چتګ ملاتړ په ځواکونو اچول شوې.

پداسې حال کې چې شنبه مې ۲۰ (غوایي۳۰) د سودان په پایتخت کې الوتکو بمبارد کړی او د هاوان توغندي هم وار شوي خو په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې وسله والو کسانو د قطر سفارت لوټ کړی.

تر اوسه نده معلومه چې سفارت چا لوټ کړی خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا پیښه په سختو ټګو غندلې. د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د برید پر وخت په سفارت کې دیپلوماتان او نور مامورین نه و موجود او دا چې کوم چا ته پکې زیان ندی رسیدلی.

اعلامیې کې ویل شوي، "د قطر دولت دا په سختو ټکو غندي چې غیر قانوني وسله والو په خرطوم کې په سفارت یرغل کړی او لوټ او تالان یې کړی".


قطر پخپل سفارت د برید د غندلو تر څنګ یو ځل بیا د سودان په جګړې کې په ښکیلو په سمدستي توګه د جګړې بندولو غږ کړی او دا غوښتنه یې هم کړې چې ملکیانو ته باید پدې جګړې کې زیان ونه رسیږي.

سره لدې د قطر د بهرنیو چارو په وزارت کې دا ندي ویل شوي چې دا برید کومې ډلې کړی خو د سودان د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان پورې اړوندو چارواکو د دې برید ملامتي د چټک ملاتړ په نیمه پوځي ځواکونو اچولې چې مشري یې محمد حمدان ډاګلو کوي.


تر دې وړاندې په خرطوم کې د ترکیې، سعودي عربستان او اردن په سفارتونو هم وسله والو بریدونو کړي و خو معلومه شوې نه وه چې چا کړي و.
د قطر په سفارت برید داسې وخت کیږي چې د خرطوم اوسیدونکي وایي جګړو یو ځل بیا زور اخیستی.


د لوی درستیز عبدالفتاح البرهان او پخواني مرستیال محمد حمدان ډاګلو تر منځ جګړه د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۱۵ مې پیل شوه او تر اوسه پکې سلګونه کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکیان دي او میلونونه نور بې ځایه شوي.

په عین حال کې جنرال برهان د جمعې په ورځ جنرال ډاګلو د جمهور رئیس د مرستیال په توګه له خپلې دندې ګوښه کړ او د خودمختارۍ واکمنې شورا مشري یې د یاغیانو پخواني مشر مالک اګار ته ورکړه او خپلو دریو نورو ملګرو ته جګپوړي نظامي مقامونه ورکړل.

د یاغیانو دې مشر په ۲۰۲۰ کال کې د خرطوم چارواکو سره د سولې موافقه لاسلیک کړې ده او په یوې اعلامیې کې د شنبې په ورځ وویل چې هوډ لري روانه جګړه پای ته ورسوي او مذاکراتو په کیدو به ټینګار وکړي.


XS
SM
MD
LG