د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر د غونډې د گډون کوونکو لست جوړ شو


د افغان پلاوي د غړو لست چې ټاکل شوې د قطر په پایتخت دوحه کې د "بین الافغاني خبرو" په غونډې کې گډون وکړي، جوړ شوی دی.

د افغانستان د روغې جوړې د شورا د رهبرۍ غړي محمد اسماعیل خان وویل چې ټاکل شوې دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ قطر ته لاړ شي.

ښاغلي اسماعیل خان د دوشنبې په ورځ (اپریل ١٥) د امریکا غږ ته وویل چې د ١٥٠ کسانو له ډلې نه ٧٥ تنه یې د دولت له خوا او نور یې د سیاستوالو له خوا ټاکل شوي دي.

هغه وویل: "پدې لست کې د ۱۵۰ نه تر۲۰۰ پورې کسان د روغې جوړې د شورا د مشرتابه له خوا انتخاب شوي دي... هغه نیټه چې ددې غونډې د جوړیدو په اړه اعلان شوې سمه ده او انشاه الله د پنجشنبې په ورځ دغه پلاوی د قطر په لور حرکت کوي.

پدې ترڅ کې ددې پلاوي یو شمیر نورو غړو ویلي دي چې قطر ته د تلونکي ٢٠٠ کسیز افغان پلاوي لست جوړ شوی، خو لا وروستی ندی. تمه ده چې دغه لست د سه شنبې په ورځ (اپریل ١٦) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې بشپړ او ومنل شي.

ټاکل شوې چې د "بین الافغاني خبرو" مجلس د اپریل له ١٩ نه تر ٢١ په دوحه کې وشي.

XS
SM
MD
LG