د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان:د قطر خبرې به د شرایطو پرته پیل نشي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یکشنې په ورځ په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستو په هکله د افغان دولت پر موقف تینګار وکړ او ویې ویل چې تر هغه مهاله چې په قطر کې د سولې د خبرو لپآره د افغان دولت شرطونه او اصول ونه منل شي ، د خبرو د بیا پیلیدو تمه نشته.


د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایی تر دې دمه داسي نه ښکاري چې طالبانو دي د افغان دولت شرطونه منلي وي.،،دا موضوع پوره حل شوې نده د افغانستان دولت د سولې د پروسې د پیل لپاره یو شمیر اساسي شرایط لري : اساسی قانون ته احترام ، نړیوال تروریزم سره د اړیکو شلول او د افغانانو د حقونو محفوظول او د دولس کلنو لاس ته راوړنو ساتل. دولت د دغو اصولو په پام کی ساتلو سره خبرو ته تیار دی خو که د دغه شرایطو پرته د خبرو لپآره هڅې وشي او افغانستان د خبرو د مالکیت نقش ونه لری نو دولت ورسره موافقه نه لري.،،

په قطر کې د طالبانو دفتر تر پرانیستو وروسته ډیر ژر بیرته وتړل شو او لامل یې دا و چې افغان دولت په دغه دفتر باندې د طالبانو د اسلامي امارت د نوم ایښولو او د طالبانو د بیرغ د پورته کولو سره موافق ندی .خو د دفتر تر ټړلو وروسته د افغانستان د سولې عالی شورا دا هیله څرګنده کړه چې د دفتر بیا پرانیستو او د سولې د خبرو پیلیدو ته سترګې په لار دي .

تر دی دمه طالبانو داسې څه ندي ښودلي چی ګوندي د افغان دولت سره په قطر کی د سولی خبرو ته تیار دي . خو په همدې اړو دوړ کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګوندي امریکاییانو په قطر کې د طالبانو سره لیده کاته او خبرې کړي دي.

افغان حکومت د امریکاییانو له خولې وایي داسې خبرې د امریکا او طالبانو تر منځ ندی شوی خو که امریکا له طالبانو سره خپلې خبری یا طالبانوسره د خپل بندیانو په اړه خبرې غواړی نو د دی کار واک لري.،،هغوی موږ ته ویلي چی طالبانو سره یی د کومې خاصی موضوع په اړه خبرې ندي کړي. خو د یوې مشخصې موضوع په اړه چې هغه له طالبانوو سره د امریکایي بندي د خوشی کیدو په اړه خبرې دي موږ تل ویلي چې امریکاییان کولای شی په مستقیم ډول له طالبانو سره په دی هکله خبرې وکړي. لیکن د سولې په اړه له طالبانوسره هر ډول خبرې یواځی د افغانستان د سولې د عالي شورا واک دی او هیڅ هیواد نشی کولای د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو استازی شي.،،

دا مهال په افغانستان کی د سولې نه شتون له هیواد د زیات شمیر ځوانانو د وتلو لامل هم شوی دی. په همدی اړه یوې امریکایی ورځپاڼی دا هم ویلي چې تر ۶۰ فیصده زیات افغان دیپلوماټان له بهر نه بیرته خپل هیواد ته ندی راستانه شوي.

د بهرنیو چارو وزات له دی سره سره چې دا راپور غندی وایي په کابل کی یی د یادې ورځپانې چارواکي دغه وزارت ته غوښتې تر څود مسلکی ژورنالیزم په خلاف د دغه راز راپور لپاره توضیحات ورکړي.

موسی زي دا هم وویل چې : ،، په تیرو دریو کالو کی نږدی ۴۰ تنه دیپلوماتان افغانستان ته ندی راستانه شوی خو په دې موده کې په سلګونه افغان ډیپلو ماتان هیوادته راستانه شوي دي. په ۱۳۹۱ کال کې ۱۲ ډیپلوماتان او په ۹۲ کال کی یواځی ۴ ډیپلوماټان بیرته ندي راغلي خو دا یو نزولي سیر هم ښیي . نور ډیپلوماټان یا راغلي یا په لار کې دي چی په نږدی ورځو کې به راورسیږي .،،


د دې ټولو تر څنګ جانان موسی زی د افغانستان او امریکې تر منځ د امنیتي تړون د تعلیق پخلی یو وار بیا وکړ او ویې ویل چې د دغه تړون لاسلیک د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د واک خبره ده او ولسمشر به هاغه مهال ورباندې تصمیم نیسي چی په دغه تړون کې د خپل هیواد اوخلکو ګټې خوندی وویني .

بهارت صابر -کابل
XS
SM
MD
LG