د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه څلوراړخیزه غونډه


په دې غونډه کې په ایران او پاکستان کې د راجسټر شویو افغان مهاجرو د وضعیت پر سر بحث کیږي.
په دې غونډه کې په ایران او پاکستان کې د راجسټر شویو افغان مهاجرو د وضعیت پر سر بحث کیږي.

د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه د افغانستان، ایران، پاکستاناو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) په ګډون د سیمه‌ییزې استراتیژېکې کمېټې شپږمه غونډه د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۷مه) په اسلام‌آباد کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حُسین عالمي بلخي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال شهریار افریدي، د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر حسین ذولفقاري او د دغو درېو هیوادونو لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ چارواکي ګډون لري.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر امریکا غږ ـ آشنا ته وویل، په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسیدو د کارتونو تمدیدول، د مهاجرت له مسلې څخه د سیاسي ګټې اخیستلو مخنیوی، د مهاجرینو لپاره د ټولنیزو او حقوقي آسانتیاو برابرول، افغانستان د مهاجرینو د راستنېدو تنظیمول او ورسره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له خوا د مرستو د ویشلو څرنګوالی او په کې زیاتوالی او یا کموالی راوستل هغه مسایل دي، چې په دې څلوراړخیزه غونډه کې ورباندې بحث کیږي.

هغه زیاته کړه: "موږ به یقیناً یوې نتیجې ته ورسیږو، چې هم به د مهاجرینو او هم به د افغانستان د حکومت په ګټه وي".

په دې غونډه کې یوازې د هغو افغان مهاجرو د وضعیت په اړه بحث کیږي، چې په ایران او پاکستان کې په قانوني توګه اوسیږي.

خو ښاغلي باهر وویل، چې د دې غونډې په څنډه کې به د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مسولینو په حضور کې له ایراني او پاکستاني چارواکو سره د هغو افغان مهاجرو د برخلیک معلوملو پر سر هم خبرې وشي، چې په دغو هیوادونو کې په غیر قانوني ډول ژوند کوي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو په اساس اوسمهال په پاکستان کې ۱.۵ میلیونه افغانان په قانوني ډول او۹۶۰زره نور په غیرقانوني توګه ژوند کوي.

همداشان دغه وزارت وايي، چې یو میلیون راجسټر شوي او شاوخوا ۱.۴ میلیونه غیر راجسټر شوي افغان مهاجر په ایران کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG