د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د امریکا د ګوندیزو ټاکنو د سیالانو په خبرو کې


د ډموکراټ او جمهوري غوښتونکو په ګوندونیزو ټاکنو کې ولاړ سیالان د افغانستان د حالاتو او پکښې د امریکا د ونډې په اړه بیلابیل اندونه لري.

ډونالډ ترمپ
ډونالډ ترمپ

“موږ عراق ته په تلو کې تیر وتلي وو خو ما هیڅکله ندي ویلي چې زموږ ورتګ افغانستان ته تیروتنه وه. افغانستان پاکستان ته نږدی دی. تاسو باید د (پاکستان) د اټمي وسلو په اړه ډیر محتاط واوسئ. تر څه د اټمي وسلو پورې تړلي ‌دي. که اټمي وسلې نه وي بیا لوبه بل ډول کیږي“. نور دلته ولولئ

هیلري کلنټن
هیلري کلنټن

"دا ښکاره خبره ده، که زه ولمسشره شوم، له افغانستان څخه به پام وانړوم. زه چې په لومړي ځل افغانستان ته ولاړم، یو سرتیري راته وویل، چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې هیرې شوې لومړۍ کرښې ته ښه راغلاست. د هغه دې خبرې ماته ټکان راکړ. موږ ډېرې ستونزې لرو، چې باید حل یې کړو. زه پر داسې یو پلان کار کوم، چې له مخې به د سرتیرو له کورنیو او زخمي سرتېرو سره د هغوی اړتیاوو ته په کتو مرستې وشي، زه هڅه کوم هر هغه څه برابر کړم، چې هغوی ورته اړتیا لري." نور دلته ولولئ

برني سنډرز
برني سنډرز

​"څرګنده ده چې موږ نغواړو چې طالبان ډیر واک ترلاسه کړي او زه فکر کوم چې موږ په افغانستان کې باید يو څه امریکايي سرتیري پریږدو چې افغان ځواکونو ته اړین ملاتړ او روزنې ورکړي.​ د سپتمبر د ١١ د بریدونو په غبرګون کې ما په افغانستان کې د هغو ترهګرو د موندلو لپاره چې پر امریکا یې برید کړی و د زور نه د کار اخیستلو ملاتړ وکړ. زه خواښینی یم چې جمهور رئیس بوش له خپل واک نه سمه ګټه وانخیسته او د امریکا جنګي ځواکونه هلته ډېر پاته شول."​ نور دلته ولولئ

XS
SM
MD
LG