د لاس رسي وړ اتصالات

هوايي برید لغمان کې د طالبانو د والي په ګډون ۲۱ طالبان وژلي ـ دفاع وزارت


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په لغمان ولایت کې د یو هوايي برید پر مهال د دغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي زین العابدین په ګډون ۲۱ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د فاع وزارت نن جمعه د «مرغومې پر ۶مه» ویلي، چې دغه برید نن سهار د مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ ترمنځ «بدیع اباد» سیمه کې د طالبانو پر مرکز باندې شوی دی.

دفاع وزارت ویلي، چې په وژل شوو کسانو، کې د طالبانو یو شمېر سیمه ییز قوماندان هم شامل دي.

په دغه بیان کې راغلي:"د طالبانو د ٢١ کسیزې ډلې یو شمیر کسانو نومونه چې نن د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي: ١۔ذین العابدین د کونړ لپاره د طالبانو نومول شوی والي او اوس د لغمان والي. ٢۔قاری صبور سیمه ییز قوماندان ٣۔قاري ثاقب سیمه ییز قوماندان ۴۔جنت ګل سیمه ییز قوماندان ۵۔قاري معراج د علینګار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی پخوانی ولسوال."

دفاع وزارت وايي، چې په دغه برید کې ۱۴ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي هم امریکا غږ ته وویل، چې یاد وسله والو پر مرکز لغمان د برید پلان درلود چې هدف ته ترسېدو مخکې پرې هوايي برید وشو.

خو طالبانو بیا په لغمان ولایت کې په هوايي برید کې د دغه ولایت لپاره د خپل والي او نورو وسله والو د وژل کېدو خبرونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG