د لاس رسي وړ اتصالات

رباني: د بهرنیو قواوو د موجودیت قانوني کیدل د سولې له خبرو سره مرسته کوي


رباني: د بهرنیو قواوو د موجودیت قانوني کیدل د سولې له خبرو سره مرسته کوي
رباني: د بهرنیو قواوو د موجودیت قانوني کیدل د سولې له خبرو سره مرسته کوي

استاد برهان الدین ربانی د سولی د عالی شورا ریس وایی چی په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د حضور قانون مند کیدل د سولې په پروسه کې ګټور واقع کیدای شي.

د آشنا تلویزیون خبریالې نظیفه احساس له ښاغلي رباني سره مرکه کړې ده.

پوښتنه :تاسی چی یو وخت د طالبانو د مخالفی جبهی مشری په غاړه لرله او اوس د سولی د شورا مشری کوی ایا طالبان به له تاسی سره مذاکری ته حاضر شی ؟

هغه وخت چی طالبان له موږ سره مخالف هم وه موږ څو ځله د سولی په اړه ناسته پاڅه سره کړی ده او دا کومه نوی خبره نده . او اوس خو موږ په دولت کی کوم رسمی پوزیشن هم نه لرو . او طالبان اوس له دولت او نړیوالی ټولنی سره مشکلات لری او موږ د خیرخواهی لپاره چی د موږ په هیواد کی سوله راشی همکاری ته اماده ګی لرو اوزه فکر کوم چی دا به کوم لوی پرابلم نه وی .

پوښتنه: همدارنګه ویل کیږی چی له طالبانو سره مو یو لړ لیده کاته کړی که موږ ته ووایی چې په دی لیدو کی په کومه سطح طالبانو سره مذاکره شوی ؟

پخواه دولت په بیلا بیلی سطحی طالبانو سره مذاکره کړی خو اوس چی د سولی عالی شورا جوړه شوی پخوا چی څه لیده کاته او خبری دوی کړی اوس به دا د سولی عالی شورا ته وسپارل شی د سولی عالی شورا به د دغو نتایجو په اساس چی مخکی لاس ته راغلی دی خپل کار ته ادامه ورکړی .

پوښتنه: ویل کیږی چی موولوی عبدالکبیر د حامد کرزی له حکومت سره اړیکی نیولی ایا تاسی دا اړیکی تاییدوی ؟

دا هم د حکومت د هغو لیدو کاتو له جملی چی پخواه یی له ملا برادر او ملا غنی سره یی لری وی .

پوښتنه: لکه څرنګه چی تاسی په ۲۰۰۲ کی کال کی ویلی وه چی بهرنی قوتونه د ۶ میاشتو به لړ کی له افغانستان څخه ووځی ، او اوس چی لیدل کیږی طالبان هم همدغه خبره کوی ایا د بهرنیو ځواکونو د وتلو د نیټی تعین به د سولی په خبرو څه اغیز ولری ؟

پوښتنه: زه فکر کوم قانون مند کول د خروج او زمان بندی دا د سولی په ګټه تمامیږی مګر تر اوسه پوری دا زمان بندی معینه شوی نده هغه زمان یندی چی پخواه د امریکایانو له خوا اعلان شوی وه چی یو تعداد کسان به له دی ځایه ووځی هغه یو طرفه خبره وه او د افغانانو په خپل منځ کی دا خبره ده چی کله سوله راشی او جګړه نه وی نو بیا خارجی قوت ته څه ضرورت شته او بیا د موږ د دفاع کورنیو چارو وزارت او پولیس خو بیا خپل امنیت په غاړه اخلی .

پوښتنه: د ښځو کوم حقوق چی په اساسی قانون کی تسجیل شوی ایا له طالبانو سره په مذاکره کی به تاسی دا خبره هم مطرح کړی په داسی حال کی چی طالبان د ښځو د دغو حقونو مخالف دی ؟

اوس مهمه خبره داده چی موږ وګړی شو یو بل سره د اعتماد فضا را منځ ته کړو چی اوس دا جګړه بنده شی وروسته به بیا په تورو مثایلو سره خبری وکړو او زه فکر کوم هغه حقوق چی ښځی ته اسلام او اسلامی شریعت ورکړی زه فکر کوم چی طالبان به هم له هغو سره کوم مخالفت ونه لری او په خپلو ځینو فیٌصلو به څه نوی تصمیمونه ولری خو دا به پریږدو هغه وخت ته چی مذاکره پیل شی .

پوښتنه د وروستی پوښتنی په توګه : موږ به څه وخت د طالبانو له سرانو سره د حکومت د مخا مخ مذاکری شاهد وه اوسو ؟

هلی ځلی به وکړو امید لرو چی که خدا لطف وکړی ډیر زر یوی نتیجی ته ورسیږو . خو زیات انتظار باید ونه باسو چی معجزه وشی وخت به ونیسی ځکه مشکلات ډیر زیات دی بیچیده ګی شته او دموږ اراده باید قوی وی او په قوی تصمیم او اراده باید موږ د سولی عالی شورا دا کار په مخ بوځی.

XS
SM
MD
LG