د لاس رسي وړ اتصالات

د مجیب الرحمان انصاري وژل کیدو ته د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غبرګونونه 


د هرات وژل شوی دیني عالم مجیب الرحمن انصاري
د هرات وژل شوی دیني عالم مجیب الرحمن انصاري

د هرات د یو دیني عالم مجیب الرحمن انصاري په وژل کېدلو چې څرګندونې یې تل جنجالي وې، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا د پخواني رئیس ویاند مجیب رحیمي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د هرات ښار په ګذرګاه جامع جومات کې د جمعې د ورځې په برید کې د ملکي وګړو پر وژل کیدو خواشیني ښودلې او په څرګنده یې د انصاري د مړینې هرکلی کړی دی.

د فیسبوک یو کاروونکی محمد اکبر محقق، انصاري د شیعه مسلمانانو پر وړاندې د سني مسلمانانو په افراطیت تورن کړی دی.

د فیسبوک یو بل کاروونکی کاوه جبران، د انصاري د وژنې په غبرګون کې ویلي چې "دا به د ټولو ملا انصاري او ملاهیبت الله ګانو برخلیک وي. "

د فیسبوک یو بل کارونکي محمد اکرام اندیشمند په کنایې سره لیکلي چې انصاري شهادت ترلاسه کړ، چې د ده تلپاتی ارمان و، او دعا یې کړې چې "خدای دې د هېواد ټولو دیني او رباني عالمانو ته دا مقام ورکړي. "

خو د ټوېټر یو کاروونکي امین پیغام ویلي چې "خدای دې د مولوي مجیب الرحمن انصاري شهادت قبول کړي په سر لوړۍ ژوند کول او د حق په لاره کې شهادت د نېکمرغه خلکو برخلیک دی. د حق په لاره کې شهادت له ذلت څخه زر ځله غوره دی."

د ټویټر یو کاروونکي ننګیالي احمدي له طالبانو غوښتي چې د دیني عالمانو د وژنې مخه ونیسي.

د ټویټر یو بل کارونکي قاري الهام لیکلي چې "مولوی مجیب الرحمان انصاری صاحب په یو چاودنه کی شهید شو الله (ج) شهادت قبول کی او کورنی ته یی صبر جمیل غواړم . خو که اسلامی امارت د داسی پیښو مخه وه نه نیسی نو بعیده نه ده چی ډیر علماء به دلاسه ورکړي. "

طالبانو په افغانستان کې د بیا واک تر لاسه کولو وروسته تل ادعا کړې چې په ټول هیواد کې د امنیت ټینګول د دې ډلې له مهمو لاسته راوړنو څخه دي، خو په تېر کال کې د کابل په ګډون د افغانستان بېلابېل ولایتونه د چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهد وو.

مجیب الرحمن انصاري د طالبانو له ملاتړو څخه و او په دې وروستیو کې یې د دغې ډلې د واکمنۍ د مخالفانو پر ضد سختې او خورا توندې څرګندونې کولې.

انصاري د "افغانستان د علماوو په ستره غونډه" کې چې په دې وروستيو کې په کابل کې جوړه شوې وه وويل: "دا امنيت او دا نظام په اسانۍ نړی ترلاسه شوی. که څوک د دې نظام پر ضد لږ اقدام هم وکړي... باید د افغانستان ټول علما ... په دې فتوا سره غږ اوچت کړي؛ هر څوک چې زمونږ د اسلامي حکومت پر ضد ودرېږي باید سر یې پرې شي او له منځه یوړل شي.»

دغه نامتو ديني عالم د تیر حکومت پر وخت هم په عامه توګه څو ځلې خلک د هغه وخت د رژيم نه ملاتړ ته وهڅول او د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت یې فاسد او د هغه چارواکي یې "باغي" بللي وو.

XS
SM
MD
LG