د لاس رسي وړ اتصالات

مخابراتي خدمتونو په مصرف کې د شفافیت لپاره تړون لاسلیک شو


د مخابراتي شرکتونو له خوا مخابراتي خدمتونو د ۱۰ فیصده محصول د راټولولو د سیسټم قرار داد په ارګ کې د جمهور رئیس غني په حضور کې لاسلیک شو.
د مخابراتي شرکتونو له خوا مخابراتي خدمتونو د ۱۰ فیصده محصول د راټولولو د سیسټم قرار داد په ارګ کې د جمهور رئیس غني په حضور کې لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي نن د پنجشنبې په ورځ ( کب ۹مه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د بوستوز ګروپ کمپنۍ د رئیس جوشوا جي بوستوز، سره د مخابراتي خدمتونو د ۱۰ فیصده محصول د راټولولو د سیستم قرار داد لاسلیک کړ.

دا سیستم چې د حقیقي وخت د تنظیم د سیستم (Real Time Data Management) په نوم یادیږي، د مخابراتي شبکو د خدمتونو د کارونې پر مهال به د دغو شبکو کاروونکو د مصرف د حقیقي مودې او هم د هغه لس فیصده محصول د اخیستلو په برخه کې شفافیت راولي، چې مخابراتي شرکتونو له خوا د دغو شرکتونو د ګډونوالو څخه اخیستل کیږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې له مخې حقیقي وخت د تنظیم سیستم، د لس فیصده مخابراتي خدماتو محصول د راغونډولو او شفاف مدیریت په موخه جوړ شوی چې د هېواد په کچه به ترې استفاده وشي.

ارګ وايي " دا سیستم د مخابراتي سکتور د عوایدو د راپور ورکولو مسوول دی، چې اساسي موخه يې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د لس فیصده مخابراتي محصول د راغونډولو پروسه کې د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه او له بل پلوه د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عواید زیاتیدل دي".

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د لس فیصده مخابراتي محصول د راغونډولو په اړه د جمهور رئیس د فرمان له توشیح وروسته تر اوسه په تیرو دریو کلونو کې له ۱۴ میلیارد او ۵۹۰ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ راټولې شوي دي.

په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له خوا د خدمتونو د کاروونکو څخه د لس فیصده محصول د راټولولو په برخه کې د شفافیت د نشتون او د فساد د تورونو له امله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي شاوخوا دوه کاله وړاندې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا له کار څخه ګوښه او د پلټنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوی وو.

خو د روان ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومې په ۴ مه د وزیرانو لپاره یوې ځانګړې محکمې له خوا پر ښاغلي وحیدي باندې لګیدلو تورونو څخه هغه ته برآت ورکړل شو.

په افغانستان کې اکثره د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو کارونکي د مخابراتي خدمتونو د کارونې پر مهال مخابراتي شرکتونو له خوا د حقیقي مودې څخه د زیاتې مودې لپاره د مصرف د حسابولو په اړه شکایتونه کوي.

دا مسله څو ځلې د افغانستان په پارلمان کې هم راپورته شوی، چې له امله یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت مسولین د ملي شورا دواړو مجلسونو ته د پوښتنو لپاره غوښتل شوي دي.

نن په ارګ کې د دغه تړون د لاسلیک پر مهال د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او د ولسی جرګې استازي هم حاضر وو.

XS
SM
MD
LG