پرتګالي کریستیانو رونالډو د سه شنبې په ورځ (جون ۲۳) د فوټبال نړیوال جام په یوه لوبه کې د ازبکستان خلاف د دوو ګولونو په وهلو خپلو منتقدینو ته ځواب ورکړ.
د ټکساس ایالت د هیوسټن ښار په لوبغالي کې دا لوبه ۰-۵ د پرتګال په ګټه پای ته ورسېده.
له لوبې وروسته ۴۱ کلن رونالډو د تلویزیون د کامرو مخې ته په لوړ غږ وویل: «زه بېرته راغلم، زه بېرته راغلم!»
رونالډو لومړنی لوبغاړی شو چې په پرلپسې ډول په شپږو نړیوالو جامونو کې ګول وهي.
په رونالډو باندې نیوکه کېدله چې په تیرو لسو مهمو لوبو کې د خپل ټیم لپاره د ګول په وهلو کې پاتې راغلی دی.
د نننۍ لوبې په شپږمه دقیقه کې رونالډو ته د پنالټۍ په ساحه کې فرصت برابر شو او د ازبکستان کمزورې دفاع ونه توانېده چې د هغه د ګول وهلو مخه ونیسي. رونالډ په ۳۹مه دقیقه کې بل ګول هم وواهه او په نړیوالو جامونو کې یې د ګولونو شمېر ۱۰ ته ورسېد.
له دغو ګولونو سره رونالډو د نړیوالو جامونو په تاریخ کې د پرتګال د تر ټولو غوره ګول وهونکي په توګه د اوزیبیو ریکارډ مات کړ.
پرتګالي کپتان وروسته وویل، که څه هم د ریکارډونو ماتول خوښوي، خو د ده لپاره تر ټولو مهمه خبره د لوبډلې پرمختګ او د خپلو لوبغاړو د اعتماد لوړل دي چې په دې نړیوال جام کې د ناهیلې کوونکې لومړۍ لوبې وروسته اغېزمن شوی و.
هغه وویل: «لوبډلې ډېره ښه لوبه وکړه او ډېر پرمختګ یې کړی دی. لکه څنګه چې ویل کېږي، هره تیاره ورېځ سپین اړخ هم لري. په شخصي ډول ریکارډونه تل ښه وي، خو زما موخه تل دا ده چې له ملي لوبډلې سره د خپلو هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړم.»
پرتګال تېره اونۍ په روان نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه د کانګو له ډیموکراتیک جمهوریت سره ۱-۱ مساوي پای ته ورسوله.
له دوو لوبو وروسته، پرتګال دا مهال په نړیوال جام کې څلور امتیازونه لري، او د ګروپي پړاو د خپلې وروستۍ لوبې لپاره به د شنبې په ورځ له کولمبیا سره مخامخ شي.
ازبکستان چې خپلې لومړنۍ دوه لوبې یې بایللي، د حذف کېدو له ګواښ سره مخ دی او د ګروپي پړاو خپله وروستۍ لوبه به د شنبې په ورځ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پر وړاندې ترسره کړي.
د سه شنبې په ورځ د L ګروپ کې د انګلنډ او ګانا لوبه ۰-۰ مساوي پای ته ورسېده.
فورم \ دبحث خونه