د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د وخت نه مخکې بې سارې واورې


د امریکا په شمال کې د مونټانا ایالت د مني په پیل کې د دوشنبې په ورځ سپتمبر ٣٠ ژمي ته وردانگلي او د یو متر او ٢١ سانتي متره واورې له وریدو وروسته یې بېړنی حالت اعلان کړی.

پدغه ایالت د نننیو واورو د وریدو له امله سړکونه تړل شوي دي او د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې ویلي چې دا وضعیت د "١٩٣٠ لسیزې" په څیر دی.

د مونټانا والي ستیو بولوک پداسې حال کې د یکشنبې په ورځ بېړنی حالت اعلان کړ چې د هوا درجه پدې ایالت کې د واورو د اورښت له کبله د سانتیگراد منفي شپږ درجو ته راټیټه شوه.

د هوا پیژندنې اداره وایي همداشان ١٩ انچ واوره د امریکا په شمال لویدیځ ایالت واشنگټن کې او یو څه لږه واوره هم د کالیفرنیا، نوادا، وایمینګ، اوریگان او آیډهو ایالتونو کې وریدلې ده.

تیره ورځ په روسیه کې هم د کال لومړنۍ واورې واوریدې چې د سپتمبر په میاشت کې د وارو دغه ورښت مخکې له وخته وگڼل شو.

XS
SM
MD
LG