د برما پخوانۍ بندي مشره، انګ سان سوچي، د دوشنبې په ورځ د اګست ۳مه د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) له یوه استازي سره کتلي دي. دا نادر تماس پداسې حال کې کېږي چې د هغې د روغتیايي وضعیت په اړه نړیوالې اندېښنې موجودې دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په برما کې د دې ادارې د استازولۍ مشر، ارنو دو بیک، له انګ سان سوچي سره ولیدل او فرصت یې وموند چې له هغې سره په خصوصي توګه خبرې وکړي.
نه د سره صلیب نړیوالې کمېټې او نه هم د پوځ تر ملاتړ لاندې د برما حکومت ویلي چې دا لیدنه په کوم ځای کې شوې ده.
د حکومت له خوا په خپرو شویو انځورونو کې انګ سان سوچي ښکاري چې ولاړه ده او له ارنو دو بیک سره لاس ورکوي. په بل انځور کې هغه د خپلې کلیزې کیک پرې کوي.
انګ سان سوچي له ۲۰۲۱ کال راهیسې هغه مهال چې د برما پوځ د هغې په مشرۍ په دیموکراتیک ډول ټاکل شوی حکومت نسکور کړ، په بند کې ده. سوچي د هغو محاکمو له پای وروسته د بند په سزا محکومه شوه چې مخالفانو او متحدو ایالتونو ویلي، سیاسي انګیزه یې لرله.
د هغې وروستی انځور چې حکومت خپور کړی و، د اپرېل په میاشت کې هغه مهال وه چې هغه له زندانه په کور کې نظربندۍ ته ولېږدول شوه.
د انګ سان سوچي زوی، کېم اریس، ویلي چې "هیله لري د سره صلیب دا لیدنه د بشري پرمختګ لپاره نور ګامونه هم رامنځته کړي، چې په کې له خپلې مور سره مستقیم تماس، کورنۍ ته لاسرسی، د هغې د روغتیا او وضعیت په اړه خپلواکې او د باور وړ معلومات، او په پای کې د هغې او ټولو سیاسي بندیانو سمدستي او بېقید و شرطه خوشې کېدل شامل وي."
فورم \ دبحث خونه