د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د کورنو او موټرو بيې ۵۰ سلنه ټيټي شوي ـ د سوداګرۍ خونه


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دغه هیواد کې د رامنځته شوي وضعیت له امله د موټرو او کورنو بیې د پام وړ را کښته شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې اوس مهال په کابل کې د کورنو او موټرو بیې ۵۰ سلنه کښته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د موټرونو بیې ۵۰ سلنه او په ځانګړي ډول د کوچني موټرو بیې بشپړې راټیټي شوې دي.د موټرو بیې په ډالرو دي او په ډالرو محاسبه کیږي،ځکه ډالر په افغانستان کې ورځ تر بلې کمیږي او په همدې خاطر بیې ټیټي شوي دي."

هغه زیاته کړه کوم کورنه چې مخکې په کابل کې په ۱۰۰۰ ډالره په کرایه ورکول کېده اوس مهال د دغه پیسو په نیمايي په کرایه ورکول کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال په دغه هیواد کې د کورنو او موټرو د بیو کښته کېدو لامل د ډالرو کموالی، له افغانستان څخه د خلکو تېښته او په دغه هیواد کې د کار نشتوالی یاد کړ او یې ویل چې په دغه هیواد کې د سیاسي وضعیت ګونګوالي خلکو ته میلیونونه ډالر زیان رسولی دی.

د تیرې اګست میاشتې له پنځلسمې چې طالبانو پر کابل حاکمیت پیدا کړی، بیا تر دامهاله د افغانستان وضعیت د اقتصادي او سیاسي اړخه نور مال حالت ته نه دی ګرځېدلی.

د زرګونو کسانو بېکاره کېدل، د بانکونو د فعالیتونو ټکني کېدل او له هیواد څخه د ګڼو کسانو وتل هغه څه دي چې په دغه هیواد کې د سیاسي وضعیت تر بدلېدو وروسته رامنځته شول.

بلخوا ګڼو کسانو د خپلو لومړنیو اړتیا د پوره کولو لپاره د خپلو کورنو د سامان الاتو او موټرو پلورلو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG